لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په مختلفو سیمو کې د بدامنۍ او د پوځي عملیاتو خلاف احتجاجونه دوام لري


پشتون ژغورني غورځنګ تېره هفته د شمالي وزیرستان په رزمک کې د امن دپاره مظاهره وکړه
پشتون ژغورني غورځنګ تېره هفته د شمالي وزیرستان په رزمک کې د امن دپاره مظاهره وکړه

د بد امنۍ د پېښو او د وسله والو په ضد د پوځي عملیاتو په اړه د مرکزي حکومت د اعلان خلاف د خېبرپښتونخوا په بېلو بېلو سیمو کې احتجاجونه دوام لري، د احتجاج ګډون وال د امن غوښتنه کوي او وايي د تېر په څېر د عملیاتو له امله بیا بې کوره کېدو ته تيار نه دي.

څيړونکي وايي وسله والو خلاف د تېرو عملياتو له وجې عام خلک د مشکلاتو ښکار شوي دي او د عملیاتو څه کوټلې نتېجې يې هم مخې ته نه دي راغلي ځکه خلک د اپرېشن په ضد په احتجاج مجبور شوي دي.

وفاقي حکومت د عزم استحکام نومې پوځي اپریشن اعلان کړی خو څیړونکي وايي په تېرو وختونو کې به چې حالات ډیر خراب شول او په یوه علاقه کې به د ریاست عملداري ختمه شوه نو هلته به پوځي اپریشن وکړی شول خو اوس حالات دومره خراب نه دي چې په لویه پیمانه دې پوځي اپریشن وکړی شي.

د خېبر پښتونخوا د کوز دير ضلعې په مرکزي ښار تېمرګره کې هم احتجاج کوونکي راوتلي وو او وېل يې په سيمه کې زياتېدونکي بدامنې او ممکنه پوځي عمليات ورته د منلو وړ نه دي۔ احتجاج کونکو په بېنرو د امن په حق او د جنګ په ضد نعرې ليکلې وې.

په مظاهره کې شریک منصور خان وویل د دير اولس چې نن راوتلې دې، هغوي دا پېغام ورکوي چې دلته "مونږه هيڅ قسمه اپريشن مونږ نه منو، مونږ خپلې خوېندې، مېندې مونږه د کورونو نه راوباسو، مونږ خپلې تعليمي ادارې نورې خرابول نه غواړو، مونږ دلته تعليم او روزګار غواړو او په خپلو وسايلو خپل حق غواړو کوم چې زمونږ ائيني حق دې."

په مومندو ضلع کې په مبینه توګه د وسله والو د قلنګ غوښتنو په ضد، په خېبر د هدفي وژنو، په کرمه او په وزيرستان کې د بدامنۍ او د پوځي عملياتو په ضد هم احتجاجي مظاهرې شوي دي خو د نوو عملیاتو په اړه د حکومت د اعلان وروسته مظاهرو زور نېولی دی.

څيړونکي وايي په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د شلو نه زيات لوی پوځي عمليات شوي چې له امله يې په زرګونو خلک بې کوره شوي او مالي او جاني تاوانونه یې شوي دي نو ځکه خلک د نوو عملياتو مخالفت کوي.

پاکستان تحریک انصاف، جمیعت علمای اسلام او عوامي نیشنل پارټۍ د عزم استحکام اپریشن مخالفت کړی دی.

د وزیراعظم دفتر نه جاري شوي تازه بیان کې ویل شوي دي د اپریشن تیرو نورو اپریشنونو سره موازنه کول مناسب نه دي. بیان کې سپیناوی شوی دی چې دا به په لویه پیمانه فوجي اپریشن نه وي او نه به پکې ځایي خلق بې کوره کیږي.

حېړونکی حق نواز خان وايي "حکومت هم دا وايي چې خلک وايي چې امن دې قايم شي خو بيا د عملياتو مخالفت هم کوي، خو سوالونه دا دې چې وړاندې شوي د هغې په نتيجه کې نقصان زيات شوې او هغه مسله په هم هغه ځايې پاتې شوې ده، نوځکه اولس په دې راپاسي، پکار ده چې حکومت اولس په اعتماد کې اخستې وی."

په دې وروستۍ موده کې د خېبر پښتونخوا او د بلوچستان په مختلفو برخو کې په امنيتي ځواکونو یو شمېر حملې شوي دي.

څيړونکي وايي عام خلک د وړاندې په څېر د لوي کچې عملياتو ته نه دې تيار او که حکومت کوم عمليات کوي په هغې کې روڼوالې غواړي.

څېړونکي سرفراز خان وايي"پاکستان کې ډير خلک به دا غواړي چې اپرېشن وشي، خو داسې نه چې بې مهارا عمليات وي، دا دې هدفي وي، شفاف دې وي، د دې کوالټي وي، په دې کې د مدني ټولنو او سياسي ګوندو رائي وي، نو بيا دې ادارې هغه شان اپريشن وکړي."

په پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف د نولس سوه نهه نوي قانون موجود دی. د پېښور په ارمي پیلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د حملې نه وروسته د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د نیشنل ایکشن پلان په عنون تګلاره جوړه کړه خو پوهان وایي په دغه تګلاره د سم عمل نه کیدو په وجه څه موده پس حالات بیا خراب شي او حکومت بیا د پوځي اپریشنونو خبرې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG