د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل نهم) په روانو مقابلو کې د لاهور قلندر لوبډلې پرله پسې په پينځم ځل ماتې خوړلې، په پينځمه سيالۍ کې ورته د پېښور زلمي لوبډلې په اتوو رنزو ماتې ورکړې ده.
د پي اېس اېل په بله سيالۍ کې د ملتان سلطان لوبډلې کوټه ګلېډي اېټرز ته په 13 رنزونو ماتې ورکړې ده.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ ترسره شوې سيالۍ پچه/ ټاس د لاهور لوبډلې ګټلی او لمړی بالينګ یې اخستی وو.
د پېښور زلمي لوبډلې په لومړي بيټنګ کې صايم ايوب 88 رنزونه، بابر اعظم 48 او رومن پوويل 46 رنزونه جوړ کړي او په ټاکلو 20 اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو، لوبډلې ټول 211 رنزونه جوړ کړي وو
په ځواب کې د لاهور قلندر لوبډلې د رېسي وېن ډر ډويسن د 104 رنزونو جوړولو باوجود يادې لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په شپږو لوبغاړو اوټ کېدو 203 رنزونو جوړ کړي او اتوو رنزونو یې ماتې خوړلې ده.
د لاهور لوبډلې له دې وړاندې څلور سیالۍ بايللې دي.
د پي اېس اېل بله سيالي چې د کوټه ګلېډي اېټرز او ملتان سلطان ترمنځه شوې، لومړی بېټنګ د ملتان لوبډلې کړی او په ټاکلو 20 اوورونو کې یې په اتوو لوبغاړو 180 رنزونه جوړ کړي وو.
په ځواب کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدو 167 رنزونه جوړ کړي، او په 13 رنزونو یې سيالي بايللې ده.
تراوسه پورې د پي اېس اېل په ترسره شوو سياليو کې ملتان سلطان په پينځوو سياليو کې څلور ګټلي يوه یې بايللې ده، کوټه ګلېډي اېټرز په څلورو سياليو کې درې ګټلي، د کراچي کنګز په درېو سياليو کې دوه ګټلي، د پېښو زلمي په څلورو سياليو کې دوه ګټلي، د اسلام اباد يونايټډ په درېو سياليو کې يوه ګټلې او دفاعي چېمپين لاهور قلندر پينځه سيالۍ کړي او ټولې یې بايللي دي.
نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ لوبډلې مخامخ کيږي.
Forum