لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امین ګنډا پور: د وزیراعلا په توګه اعلان کووم صوبه کې به رانه هیڅ رقم پوځي اپریشن ونه شي


خو وزیراعلا بیا د امن پرلت برخه والو ته وینا کې د سیمې د اوسېدونکو د دې غوښتنو په اړه څه  څرګندونه و نه کړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتنو سیمو کومې چاپې وهل کیږي اؤ عام خلک پکې نیول کیږي ایا د دغو چاپو اؤ د بېګناه خلکو د نیولو لړۍ به هم ودرول کیږي که نا؟
خو وزیراعلا بیا د امن پرلت برخه والو ته وینا کې د سیمې د اوسېدونکو د دې غوښتنو په اړه څه  څرګندونه و نه کړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتنو سیمو کومې چاپې وهل کیږي اؤ عام خلک پکې نیول کیږي ایا د دغو چاپو اؤ د بېګناه خلکو د نیولو لړۍ به هم ودرول کیږي که نا؟

د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور په بنو کې د امن پرلت ګډون والو ته خپله وینا کې ویلي چې په ګرده صوبه کې به هیڅ رقم پوځي عملیات نه کیږي.

خو وزیراعلا بیا د امن پرلت برخه والو ته وینا کې د سیمې د اوسېدونکو د دې غوښتنو په اړه څه څرګندونه و نه کړه چې د امنیتي ځواکونو لخوا د پښتنو سیمو کومې چاپې وهل کیږي اؤ عام خلک پکې نیول کیږي ایا د دغو چاپو اؤ د بېګناه خلکو د نیولو لړۍ به هم ودرول کیږي که نا؟

د سیمې نه د ډیوه دخبریال عدنان بیټني له مخې، وزیر اعلا ګنډا پور وویل پولیسو ته امر کوي چې په صوبه کې به یوازې قانوني فورسسز یا ځواکونه خپل فعالیت کوي اؤ څوک چې ددغسې فعالیتونو قانوني اجازه نه لري او مسلح فعالیتونه کوي د هغوي خلاف باید قانوني اقدام وکړي.

د وزیراعلا اشاره د هغو وسله والو ډلو لوري ته وه چې د ځايي اوسېدونکو په وېنا ګډ یا غوره طالبانو په نوم سیمه کې باقاعده خپل دفترونه لري اؤ مسلح ګزمې کوي.

پخپله وینا کې وزیراعلا پښتون ژغورنې ته په اشاره وویل، کوم خلک چې د امنیتي ادارو اؤ "شهیدانو" سپکاوی کوي هغه نه "زمونږ څخه دي اؤ نه د زغملو وړ دي."

هغه وویل د بنو د افسوسناکې پېښې نه وروسته د انتظامیې سره په مرستې کولو د بنو د ولس اؤ مشرانو مننه کوي.

علي امین ګنډا پور وویل د بنو ولس اؤ مشرانو حالات له خرابېدو بچ کړل اؤ یو مثبت رول یې ولوبولو.

د هغه وینا وه چې د بنو امن کمیټې څومره غوښتنې وړاندې کړې وې هغه ټولې ایپکس کمیټۍ منلي دي او که په دې کې کوم کسر پاتې شوی وي نو هغه به هم پوره کولی شي.

د وزیر اعلا وینا وه چې امن "زمونږ حق دی اؤ مونږ به خپل دا حق غواړو نه بلکې اخلو به یې."

هغه د چا له نوم اخستو پرته وویل د ځېنو خلکو د ناسمو تګلارو اؤ پالیسو په وجه مونږ ډیر زیانونه ولیدل اؤ ډیرې قربانۍ مو ورکړې خو اوس ډاګیز وایو چې امن ته اړتیا لرو اؤ یوازې د امن پلوي یو.

علي امین ګنډا پور وویل ، د وزیراعلا په توګه اعلان کوي چې صوبه کې به هیڅ پوځي اپریشن نه و شي .

"مونږ د خپلې خاورې اؤ امن له خاطره خپل کورونه اؤ کاروبارونه پرېښودل اؤ کډوال شو ، په نورو صوبو کې چې راته څنګه وکتلی شول په دې هم اندېښنه لرو "

هغه وویل نورې به " مونږ خپلې فیصلې پخپله کوو اؤ هیڅوک به پرې نه ږدو چې په مونږ خپلې فیصلې مسلط کړي."

وزیراعلا د ترهګرۍ په ضد په سوشل میډیا د غږ پورته کولو له امله د پولیس فورس نه د ویستل شوي یو عسکر جمشید خان په نوکرۍ د بحالولو اعلان هم وکړو خو بنو چې په اقتصادي لحاظ د خېبر پښتونخوا یوه پسمانده سیمه ګڼل کېږي د دغه سیمې لپاره یې خپله وینا کې هیڅ د ترقیاتي کارونو یا پنګو ورکولو اعلان ونه کړو.

د بنو کې د وزیراعلا د جلسې لپاره سټیج په هغه ځای کې راجوړ کړل شوی ؤ چې په ۱۹مه جولای ترې ولسي پاڅون پیل شوی ؤ اؤ د سیټیج مخه د هغه کوڅې لوري ته ګرځول شوې وه چې د پاڅون په برخه والو ترې ډزې شوې وې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG