د روس صدر ولادېمير پوټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په یوکرېن کې د درې کلن جنګ د ختمېدو نه مخکې روس د امریکې سره اعتماد جوړولو ته ضرورت لري.
پوټن د روس په سېنټ پیټرزبرګ ښار کې خبریالانو سره خبرو اترو کې په سعودي عرب کې د روس او د امریکې د خارجه وزیرانو په ملاقات د اطمینان اظهار وکړو او ویې ويل د ماسکو او واشنګټن تعلقاتو د ښه کولو په لړ کې دغه ملاقات وړمبی ګام و.
د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو او د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف د نهې، سه شنبې، په ورځ د سعودي عرب په سرښار ریاض کې ولیدل او مفتق شول چې په یوکرېن کې د جنګ د ختمولو دپاره به دواړه ملکونه کار شروع کړي.
پوټن وویل د روس او د امریکې ترمنځ د اعتماد کچه د زیاتېدو نه بغېر د یوکرېن د شخړې په شمول یوه مسله هم نه شي حل کېدلی.
پوټن وویل هغه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات ته تیار دی خو د دې ملاقات دپاره داسې تیاری پکار دی چې نتیجې ولري.
پوټن وویل په سعودي عرب کې د خبرو حال ورکړی شوی دی او نتیجې يې ولرلې.
د روس د انټرفېکس نومې خبري ادارې ترمخه پوټن وویل د دواړو ملکونو د مشترکه مفاداتو په مختلفو مدونو کې کار بحالولو دپاره ورمبی ګام واخیستل شو.
د یوکرېن او د یورپي ملکونو چارواکي د سعودي عرب په خبرو اترو کې شامل نه وو خو امریکا وايي یوکرېن او یورپي ملکونه به شاملولی شي.
ټرمپ لوظ کړی چې په یوکرېن کې جنګ به زر ختموي.
ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل مخکني امریکايي صدر جوبایډن یوکرېن ته په بېلینونو ډالر د داسې جنګ دپاره ورکړي دي چې ګټلی يې نه شي. ټرمپ وویل پکار نه وه چې یوکرېن دا جنګ شروع کړی وی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل تازه پېغام کې ټرمپ زېلېنسکی یو امر وبللو او ويې ویل یو کار چې زېلېنسکي يې ښه کولی شي هغه بایډن د سارېندي په شان استعمالولی شي چې دا ډول نور پوځي امداد ترلاسه کړي.
ټرمپ وویل یوکرېن يې خوښ دی زېلېنسکي سم کار نه دی، ملک يې تباه شوی، د هغه په قول په مېلینونو خلک مړه شوي او جنګ لا دوام لري.
ټرمپ د زېلېنسکي او د یوکرېن په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې د یوکرېن او د روس دپاره امریکايي استازی جنرل کیت کیلاګ د یوکرېن په سفر و.
کيلاګ سره د ملاقات نه مخکې زېلېنسکي د یوکرېن ټېلې وېژن ته وویل د بدقسمتۍ نه د ټرمپ د غلطو معلوماتو په خپله خلا کې اوسېږي.
کیلاګ وویل امریکا په دې خبر ده چې یوکرېن د امنیت په اړه ضمانتونو ته ضرورت لري.
کېلاګ د یوکرېن سر ښار کییف کې خبریالانو ته وویل د یوکرېن د مشرانو تشویش به اوري او بېرته به د صدر ټرمپ سره صلاح مشوره کوي.
کیلاګ وویل امریکا غواړي چې په یوکرېن کې جنګ ختم شي ځکه چې دا به د سیمې او د نړۍ دپاره ښه پرمختګ وي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum