د پاکستان د ریلوی محکمې وزیر حنیف عباسي وایي د جعفر ایکسپریس اور ګاډي یو شمیر مسافر تر اوسه ترهګرو یرغمل نیولي اؤ د هغوي د راخلاصولو لپاره هڅې دوامداره دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنيتي سرچینې دعوه کوي د بلوچستان صوبې بولان علاقه کې د جعفر اېکسپرېس اور ګاډي څخه 155 مسافر ژغورل شوي او 27 ترهګر وژل شوي دي.
ډان نیوز د ریلوی د وزیر ښاغلي حنیف عباسي له خولې د چهارشنبې په ورځ ویلي هڅه روانه ده چې یرغمل شوي مسافر په خوندي ډول د ترهګرو له منګولو راخلاص کړل شي.
هغه د جماعت اسلامي ګوند مرستیال مشر لیاقت بلوچ سره په خبرو کې ویلي چې په یرغمل مسافر وکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي نو ځکه امنیتي ځواکونه په روان عملیاتو کې د ډير احتیاط څخه کار اخلي.
په عین حال کې د چهارشنبې په ماښپښین د کوټې ریلوی اسټيشن ته تر 20 زیات تابوتونه رسول شوي دي خو اوسه پورې لا چارواکو نه ده واضحه کړې چې ایا د ریل یرغمل کولو په پېښه کې څومره مسافر وژل شوي دي.
د بلوچستان د صحت وزیر بېګاه د شپې ناوخته ډیوه ته ویلي وؤ چې دا ډير حساسات معلومات دي اؤ لا یې د ميډیا سره نه شي شریکولی.
سرچینې وایي چې د کوټې ریلوی اسټیشن ته رسول شوي تابوتونه په ممکنه ډول مچهـ سیمې ته انتقالیدای شي
پرون په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه د پنجاب پېنډۍ ښار په لاره پېښور ته تلونکي جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي، رېل ګاډي باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی وو.
ياده علاقه د کوټې څخه نزدې 140 کلوميټره لرې پرته غرييزه علاقه ده.
بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي اېل اې ددې بريد زمه واري منلې اؤ دعوه یې کړې ده چې د اور ګاډي څخه یې په لسګونو امنیتي سرتیري یرغمل کړي دي.
بي ایل اې یرغمل نیول شوؤ مسافرو ته د جنګي قیدیانو نوم ورکړی اؤ ویلي یې دي د هغوي پسر د قیادیانو تبادلې ته تیار دی.
د پاکستان بلوچستان صوبې د صحت وزیر سهار په څلور بجې ويلي وو، د جعفر اېکسپرېس د پېښې څخه تراوسه پورې 80 کسان راغلي او د نورو په خوندي توګه ژغورلو دپاره عمليات روان دي.
د صحت وزیر بخت محمد کاکړ د کوټې په رېلوی سټېشن د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني سره خبرو کې ويلي، "کوټې ته د رسېدلو کسانو سره یې ليدلي، دغه خلک سخت ويريدلې دي، خو حکومت د دوی دپاره انتظام کړی چې خپلو خپلو کورونو ته یې ورسوي".
د کورنيو چارو وزیر مملکت طلال چودري د پاکستان جيو نیوز ټي وي ته ویلي، وسله والو ځينې مسافر د ځان سره غره لوري ته بوتللي دي.
هغه ويلي، په اور ګاډي کې سورو مسافرو کې سرکاري اهلکار او د کورنيو غړي یې او عام خلک هم شامل دي.
Forum