پاکستان کې د روژې میاشت ولیدلې شوہ، سبا د اتوار/ یکشنبې په ورځ 2م مارچ به لومړۍ روژہ وي. سعودي عرب او افغانستان کې نن د خالي یا شنبې په ورځ لومړۍ روژہ وہ.
د سعودي عرب په ګډون ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو د جمعې په ماښام د فبروري ۲۸ مه اعلان کړی و چې خالي/شنبه د مارچ لومړۍ نیټه به د روژې لومړۍ ورځ وي.
د سعودي تر څنګ په افغانستان، الجزایر، مصر، اردن، لیبیا، فلسطین، سوډان او تېونس کې هم د خالي/شنبې ورځ د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ اعلان شوې وه.
د جمعې په ماښآم د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د مولانا عبدالخبیر آزاد په مشرۍ یوې ۲۰ کسیزې کمیټې د خیبر پښتونخوا په مرکزي دفتر کې د روژې د میاشتې د لیدلو لپاره غونډه کړې وه، خو میاشت د نه لیدو وروسته ، کمېټې د اتوار یکشنبې ورځ په ټول پاکستان کې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.
پاکستان کې اکثر له په یو ځای روژہ او اختر نه کیږي.
زیاتره د خېبر پښتونخوا په مختلیفو سیمو او قبایلي ضلعو کې د نور ملک نه جلا لمړۍ روژه او اختر کيږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم شنبه یا خالی د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې وه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس باندې پوسټ کې لیکلي چې د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې یو شمیر کسانو د روژې میاشت لیدلې او په همدې اساس سترې محکمې اعلان کړی چې شنبې به د روژې اوله ورځ وي.
همداشان د افغانستان ګاونډي هیواد ایران چې اکثریت اوسیدونکي یې شعیه مسلمانان دي، هم اعلان کړی چې د روژې لومړۍ ورځ به یي اتوار/ یکشنبه وي.
د ایران ستر روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي او په عراق کې تر ټولو لوړ پوړي شعیه ملا، ایات الله علي السیستاني اعلان کړی چې پدې هیوادونو کې به روژه د یکشنبې په ورځ وي.
د مراکش د اسلامي چارو وزارت هم یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه او د لبنان مفتي الاعظم هم پدې هیواد کې د سنیانو لپاره یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
Forum