لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: د مسلم ليګ ق يو ځايي مشر د خوشاب ضلعې نه د احمديانو د وېستلو غوښتنه کړې ده


د احمدي جماعت وياند عامر محمود دا غوښتنې د بشري حقونو او ملکي دستور په ضد بللي دي
د احمدي جماعت وياند عامر محمود دا غوښتنې د بشري حقونو او ملکي دستور په ضد بللي دي

په پنجاب کې د واکمن ګوند مسلم ليګ ق يو ځايي مشر په خوشاب ضلع کې انتظاميې ته خواست کړی چې د احمدي ټولنې غړي دې د ضلعې نه و وېستل شي.

د تحفظ ختم نبوت غړي او د مسلم ليګ ق ځايي نایب صدر ملک الياس اعوان د خوشاب ډپټي کمشنر په نوم خط کې ویلي د پخواني وزير اعظم ذوالفقار بهټو په وخت کې احمديانو ته چناب نګر ځانګړى سيمه ځکه ورکړى شوې وه چې دوی به دغلته خپل عبادت کوي او بهر به خپل تبليغ او عبادت نه شي کولی خو د خوشاب په جوهر اباد سيمه کې احمديان د هرې جمعې په ورځ عبادت کوي.

په خواست کې د ضلعې انتظامي مشر څخه دا هم غوښتل شوي چې خوشاب کې مېشت احمديانو ته ورکړى شوې حکومتي سيکيورټي دې بيرته واخیستل شي او احمديان دې د ضلعې نه وویستل شي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ملک الیاس اعوان د دې خبرې تصدیق وکړو چې ضلعۍ انتظاميې ته یې احمدیانو د ضلع بدر کولو خواست کړی دی. هغه وویل خواست یې په احمدیانو د بندیز په سبب کړی دی.

د احمدي جماعت وياند عامر محمود دا غوښتنې د بشري حقونو او ملکي دستور په ضد بللي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې عامر محمود وويل هيله ده چې حکومت به د دې نوټس واخلي او د ذمه وارو په ضد به کاروايي کوي.

هغه زياته کړه د بده مرغه سياسي جماعتونه که واک کې وي او که مخالفه صفونو کې د خپل سياسي ګټو لپاره احمديان په نخښه کوي.

د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي خوشاب نه د احمدیانو د شړلو غوښتنه په سختو ټکو غندلې ده او د تنظيم لخوا جاري کړى شوې خبر پاڼه کې حکومت باندې احمديانو ته د تحفظ باوري جوړولو ټيڼګار شوى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې د اېچ ار سي پي عمومي سيکتر حارث خليق د مسلم ليګ ق ګوند د غړي لخوا د يو اقليت د شړلو غوښتنه باندې سختې اندېښنې ښودلي دي.

د حارث خليق په خبره که څه هم دا غوښتنې د يو جماعت ځايي غړى کړي دي خو غټو سياسي ګوندونو ته پکار دي چې په وخت دې ته پاملرنه او مخنيوى يې وکړي ګنې ټولنه د اړي ګړي ښکار کيدلى شي.

له دى وړاندې هم د پنجاب اعلى وزير پرويز الهي د نکاح لپاره ختم نبوت خانه لرونکې حلف نامې کارول لازمه ګرځولى وو او احمدي جماعت ويره لري چې دا حلف نامه به هم د دوي په ضد ناوړه کارولى کيږي.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه تور لګوي پاکستان لږکيو ته تحفظ ورکوولو کې ناکامه دى، خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي او په دې اړه رپورټونه د غربي ميډيا د پاکستان په ضد پراپيګنډه بولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG