په بلوچستان کې د صحت چارواکي وايي چې د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د پوليو ويکسين په اړه د خلکو د منفي تبليغاتو په مخنيوي او د خلکو د باور په زياتولو کې ديني عالمانو ډېر مثبت کردار ادا کړی دی.
د چارواکو په وېنا ځيني ديني عالمانو ماشومانو ته د وېکسین ورکولو په حق کې فتوې ورکړې او ځيني عالمان د حکومت د هغه کمېټۍ برخه دي، چې د وېکسین په اړه د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.
له مذهبي مشرانو او ديني عالمانو غوښتل شوي چې دوی په ټولنه کې زيات نفوذ لري، بايد د خلکو په اماده کولو کې نور هم خپل کومک ته دوام ورکړي.
د شمالي بلوچستان ژوب سيمه د افغانستان ترڅنګ د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې ته څېرمه ده. د سيمې يو روغتيايي چارواکی ډاکټر عبدالقيوم وايي په سیمه کې د پولیو وېکسین په باره کې د پوهاوي په لړ کې د ديني عالمانو مثبت ګام ته په درنه سترګه کتل کېږي. چې د سيمې روغتيايي چارواکي يې د وايرس په مخنيوي کې ډېر مهم ګڼي.
ډاکټر عبدالقیوم وویل "پوليو يوه خطرناکه او فلج کوونکې ناروغي ده، د پاکستان حکومت او نړيوالې ه ادارې غواړي چې پوليو وايرس په بشپړه توګه ختم شي. دا ديني عالمانو او قبايلي مشرانو فرض دی، چې هيواد پوليوفري يا له پوليووايرس پاک هيواد وګرځوي."
چارواکي وايي د ديني عالمانو په مرسته د پوليوڅاڅکو په حقله اوس د خلکو باور زيات شوی ځکه چې ديني عالمان پخپله ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.
د ژوب سيمې يو وتلی ديني عالم مولانا مولاداد کاکړ وايي، پخوا چې څنګه د خلکو په زړونو کې په دې اړه اندېښنې وې هغه اوس نه يوازې له منځه تللې بلکې دغه اندېښنې اوس بې ځايه بلل شوې دي.
کاکړ وايي "له ديني او دنياوي پلوه صحت د انسان مهمه مسئله ده. پوليو له منځه وړل د ټولنې د هر فرد ذمه واري ده. خلک بايد ارومرو خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او هغه د ټول عمرۍ له معذورۍ خوندي وساتي. له ديني پلوه هم د يوې ناروغۍ يا وايرس د مخنيوي لپاره د حکومت ملاتړ ډېر مهم دی."
په بلوچستان کې پوليو کيمپېنونه په کاميابي سره پای ته د رسوولو لپاره په حکومتي کچه يوه کمېټۍ جوړه شوې، چې په کې د صوبې قبايلي مشران او ديني عالمان ګډون لري.
يونيسيف او صوبايي حکومت اوس تر ډېره حده د خلکو پر اماده کولو کار کړی او په نتيجه کې يې په صوبه کې د رفيوزل خلکو شمېر اوس د پخوا په پرتله څو چنده ټيټ شوی دی.
Forum