لاس رسیدونکی لینک

 
مارکو روبیو په یوکرین کې د سولې لوظنامې د هڅو دپاره د میونخ سفر کوي
تازه خبر

مارکو روبیو په یوکرین کې د سولې لوظنامې د هڅو دپاره د میونخ سفر کوي


US Egypt Rubio
US Egypt Rubio

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به زیارت پنجشنبې په ورځ د مونیخ په سفر ځي، او په یوکرین کې روانه جګړه ختمولو دپاره روانو سفارتي هلوځلو کې به ګډون کوي. ښاغلی مارکو روبیو به منځني ختیځ ته هم سفر کوي او د غزې له جګړې وروسته د امریکا د صدر ډانالډ ټرمپ د پلان د عملي کولو دپاره به هڅې کوي.

د مارکو روبیو پلان نه خبر خلکو د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته وویل، روبیو به د میونخ امنیتي کانفرنس په څنډه کې جاپان او د جنوبي کوریا خپل سیالانو سره خبرې کوي.

که چیرې دا غونډه د توقع سره سمه وشي، نو دا به د ټرمپ د انتظامیې په مشرۍ کې د امریکا-جاپان-جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارتونو لومړۍ درې اړخیزه غونډه وي.



یوکرین:

پداسې حال کې چې په یوکرین کې د روس د یرغل دریم کال رانږدې شوې، امریکا د سولې د یوې لوظنامې د ترلاسه کولو دپاره یو شمېر سفارتي لارو چارو باندې کار کوي.

که څه هم دا خبره نیغ په نیغه د سولې لوظنامه ترلاسه کولو سره تړون نلري، خو امریکایي چارواکي د نهې په ورځ روس لخوا د امریکایي سکول استاذ مارک فوګل خوشې کول "د روسانو د ښه نیت ښودنه" ګرځوي او "یوه نخښه چې مونږ په سمه لار روان یو " چې په یوکرین کې دا خونړۍ جګړه ختمه کړو.

روبیو ویلي چې امریکا به د فبرورۍ له 14 نه تر 16 پورې کېدونکي میونخ امنیتي کانفرنس چې د اعلا کچې نړیوال امنیت فورم دی په غونډو کې د جګړې ختمولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړي.

ټاکل شوې ده د امریکا مرستیال صدر جی ډي وینس او د یوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي په میونخ کې ملاقات کوي. د یوکرین او روس لپاره د امریکا ځانګړی استازی کیت کېلوګ او د زېلنسکي چیف اف اسټاف اندری یرماک به هم په دې کانفرنس کې ګډون کوي.

یوکرین ویلي چې د دوی پلاوی به د جګړې د ختمولو ته رسولو په اړه خپل دریځ وړاندې کړي او د تلپاتې سولې لپاره به خپل نظر وړاندې کړي. په عین حال کې، خبرې اترې دوام لري چې یوکرین له امریکا او یورپ نه د امنیت ضمانتونه غواړي.

نایاب ځمکني معدنیات:

ټرمپ یوکرین ته دوامدار پوځي امداد د یوکرین خام مال ته د لاسرسۍ په شرط جاري ساتلو باندې دلچسپي ښودلې ده.

د امریکې خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د شورو، چهارشنبې په ورځ د انرجۍ او نایاب ځمکني معدنیاتو په اړه خبرو اترو لپاره کییف سفر وکړو. ښاغلی بیسنټ د صدر ټرمپ د کابینې لومړنی چارواکی دی چې دغه هېواد سفر یې کړی.

له څلورو درجنه څخه ډیر معدنیات ، په شمول نایاب ځمکني، نکل او لیتیم ، د امریکا اقتصاد او قامي دفاع لپاره مهم ګڼل کیږي.

یوکرین د یورینیم، لېتیم او ټایټینیم لویې زیرمې لري.

روس د یوکرین په قبضه شوو سیمو کې د معدنیاتو د یوې مهمې برخې کنټرول ترلاسه کړی دی. که روس دا خاوره په دایمي توګه قبضه کړي، نو یوکراین به دغو معدنیاتو او نورو زیرمو ته لاس رسی له لاسه ورکړي، کوم چې دا به د یورپ او امریکا دواړو امنیت ته یو ګوزار وي.

منځنی ختیځ:-

روبیو به په میونخ کې له خپلو سیالانو سره تر خبرو وروسته منځني ختیځ ته سفر کوي.

هغه د نهې، سه شنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له صدر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په راتلونکې اوونۍ کې د دې هېواد پایه تخت ابوظبۍ ته د سفر څخه وړاندې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دوی " په غزه کې د ډزبندۍ په لوظنامې او حماس لخوا د امریکایي شهریانو په ګډون د ټولو یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو په اهمیت په اړه خبرې وکړې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې دواړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې ” په دې خبرې هم زور ورکړو چې حماس به هیڅکله پرغزې واکمن نه شي او یا به بیا اسرایل ته ګواښ جوړ نه کړي “.

صدر ټرمپ روانه اوونۍ ویلی چې حماس جنګیالي ډله باید په غزه کې موجود ټول یرغمل د خالي/شنبې ماسپښین پورې خوشې کړي ګني هغه به د ډزبندۍ لوظنامه د منسوح کولو وړاندیز وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG