لاس رسیدونکی لینک

 
روبیو: د نوي حکومت د سفارتکارۍ توجو به د امریکې په بنیادي قومي مفاداتو وي
تازه خبر

روبیو: د نوي حکومت د سفارتکارۍ توجو به د امریکې په بنیادي قومي مفاداتو وي


درې پنځوس کلن روبیو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو. هغه د ټرمپ د کابينې وړمبی غړ و چې سېنېټ يې د نورو نه مخکې د تقررۍ منظوري ورکړه. هغه د ټرمپ دا لوظ تکرار کړو چې غېر قانوني کډوال دې امریکې ته د راتګ نه منع کړی شي
درې پنځوس کلن روبیو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو. هغه د ټرمپ د کابينې وړمبی غړ و چې سېنېټ يې د نورو نه مخکې د تقررۍ منظوري ورکړه. هغه د ټرمپ دا لوظ تکرار کړو چې غېر قانوني کډوال دې امریکې ته د راتګ نه منع کړی شي

د امریکې نوي خارجه وزیر مارکو روبیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په داسې حال کې چې صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د صدارت دویمه دوره شروع کوي په سفارتکارۍ کې به یې د حکومت توجو د امریکې په بنیادي قومي مفاداتو وي.

د بهرنۍ تګلارې په اړه یو بیان کې روبیو وویل په خارجه چارو د امریکې د پېسو او کوښښونو په لګولو کې پکار ده چې د دریو ساده پوښتنو جوابونه موجود وي چې: ایا دا به امریکا نوره محفوظه کړي؟ ایا دا به امریکا نوره مضبوطه کړي؟ ایا دا به امریکا نوره سوکاله کړي؟

هغه وویل د امریکې قومي مفاد په وړاندې بوتللو دپاره به سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د جدت، چټکتیا او د توجو نه کار اخلي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې پکار ده چې ځینې ترجیحات بدل کړی شي، په ځینو مسلو توجو کمه کړی شي او ځینې کارونه ختم کړی شي.

درې پنځوس کلن روبیو د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو. هغه د ټرمپ د کابينې وړمبی غړ و چې سېنېټ يې د نورو نه مخکې د تقررۍ منظوري ورکړه. هغه د ټرمپ دا لوظ تکرار کړو چې غېر قانوني کډوال دې امریکې ته د راتګ نه منع کړی شي.

روبیو وویل سټېټ ډپارټمنټ به هېڅ داسې فعالیت نه کوي چې امریکې ته په اجتماعي توګه د خلکو د مهاجرت حوصله افزايي وکړي.

deewa
deewa

هغه وویل د نورو او په خصوصي توګه د مغربي ملکونو سره په سفارتي تعلقاتو کې به امریکا د خپلو سرحدونو امنیت، غېرقانوني او بې ثباتي پېدا کوونکي مهاجرت او خپلو ملکونو ته د غېرقانوني کډوالو ستنولو دپاره مذاکراتو ته ترجیح ورکوي.

روبیو وویل د ټرمپ د نويو احکاماتو سره سم به سټېټ ډپارټمنټ په نوکرو کې تنوع، مساوات او ټول شمولیت ته د وده ورکولو کوښښ نه کوي.

هغه لوظ وکړو چې د ټرمپ په دې امر به په مکمله توګه عمل کوي او جزا به د کاکردګۍ اود قابلیت په بنیاد ورکول کېږي

د امریکې نوي خارجه وزیر وویل د خارجه تګلارې په کوښښونو کې به بنیادي سفارتکارۍ ته توجه ورکول کېږي، د هغه ثقافتي او سیاسي مسلو نه به توجه لرې کولی شي چې د ملک دننه اختلاف پېدا کوي او په خارجي کچه غېر مقبوله دي.

د روبیو په فکر د دغه بدلونونو په نتیجه کې به امریکا د نورو ملکونو په مرسته د داسې ګټه ورې خارجه تګلارې د چلولو جوګه شي چې د هېواد بنیاد قومي مفاداتو ته به وده ورکوي.

روبيو وویل امریکا به سېنسرشېپ او د معلوماتو مخه نیول ودروي او رېښتیاو ته به بیا ترجیح ورکوي.

هغه ټینګار وکړو چې امریکا په بنیادي توګه یو عظیم ملک دی، خلک يې سخیان دي او د هېواد مشران د امریکایانو بنیادي مفاداتو ته ترجیح ورکوي خو د دې ترڅنګ د نورو ملکونو د حقونو او د مفاداتو احترام هم کوي.

روبیو وویل سټېټ ډپارټمنټ به د سفارتکارۍ دلارې د ټرمپ دا لوظ پوره کولو کې مرسته کوي چې امریکا به د توانای په برخه کې بالادستي قایموي.

په داسې حال کې چې د اثررسوخ ترلاسه کولو دپاره رقابتونه بیا پېدا کېږي، روبیو وویل د امریکې باصلاحیتا سفارتکارانو ته به واک اختیار ورکوي چې امریکا نوره محفوظه، مظبوطه او نوره سوکاله کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG