روس د اتوار/ یکشنبې په ورځ په اوکراېن د ډرون او میزایلو سخت بریدونه کړي او د اوکراېن د ځايي چارواکو تر مخه دغه بریدونه په تیرو څو میاشتو کې تر ټولو سخت بریدونه دي، چې پکې د توانایۍ/ انرژۍ مرکزونه په نښه شوي او یو شمېر ولسي خلک پکې وژل شوي.
دا بریدونه په داسې وخت شوي چې د روس لخوا د ژمي/ یخ شورو کیدو د اوکراېن د بجلۍ پیدا کولو نظام د تباه کولو نیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
د اوکراېن صدر ولادیمیر زیلېنسکي ویلي چې روس په اوکراېن باندې په یوه ورځ ۱۲۰ میزایلونه او ۹۰ ډرون بریدونه کړي. د نوموړي په وینا په دغه بریدونو کې څو قسمه ډرونونه کارول شوي، چې پکې د ایران جوړ شهید ډرونونه، بېلسټک میزایلونه او د سمندري بیړۍ نه ویشتل کیدونکي میزایلونه هم شامل دي.
د اوکراېن د صدر لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د اوکراېن دفاعي ځواکونو په دغو کې ۱۴۰ هدفونه په هوا کې په نښه کړي. د زیلېنسکي په بیان کې ویل شوي ٫٫ د دښمن هدف په ګرد اوکراېن کې د انرژۍ ودانۍ وې. د بدغه مرغه د ځینو ودانیو په نښه کیدو او د ځینو میزایلو د ملبې راغورځیدو له سببه لږ تاوان شوی.
په میکولاو سیمه کې د ډرون په یو برید کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي چې پکې دوه ماشومان هم دي.
د اوکراېن په اوډیسا سیمه کې چرته چې د انرژۍ پېدا کولو ودانۍ په نښه شوي هلته هم دوه تنه وژل شوي او د ځايي ګورنر تر مخه دغلته د بجلۍ او اوبو رسايي قطع شوې.
د کېیف د ښاري انتظامیې پوځي چارواکي ویلي چې په تیرو څو میاشتو کې د روس لخوا دا د ډرون او میزایلو تر ټولو زورور برید وو.
د کال ۲۰۲۲م د فرورۍ میاشتې را په دیخوا د کله نه چې روس په اوکراېن برید کړی، روس څو څو وارې د اوکراېن د بجلۍ او توانایۍ مرکزونه په نښه کړي. او له سببه یې څو وارې په ګرد اوکراېن کې بجلي قطع شوې. اوکرایني چارواکي بیا بیا په خپلو غربي ایتلافیانو غږ کړي چې د هیواد هوايي دفاعي نظام قوي کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.
د اتوار په ورځ په اوکراېن کې د دغه بریدونو وروسته د سرښار کېیف تر څنک په جنوبي اوډیسا او د هیواد مرکزي او غربي سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي. د ځايي میډیا رپورټونو د دغه چاودنو پخلی کړی.
د اوکراېن سرښار کېیف کې د یوې پینځه پوړیزه ودانۍ چهت راپریوتو د لاسه یو تن ژوبل شوي. په اوکراېن کې د بجلۍ جوړولو یوې کمپنۍ ډي ټي ايي کی تر مخه د دوي پاور پلانډ ته ٫٫ سخت زیان ٬٬ رسیدلی.
د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum