لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمرستو پراختیا لپاره دپاکستان اؤ روسیې دچارواکو مهمه غونډه اسلام اباد کې پیل شوې ده


 د پاکستان او روس ترمينځه د تجارت، اقتصاد، ساینس او ټيکنالوجۍ د همګاریو په اړه د بين الحکومتي کميشن درې ورځنۍ غوڼده کې د پاکستان د ډلې مشري د اقتصادي چارو سکتر ډاکټر کاظم نیاز او د روسیې د ډلې مشرې د روس د اقتصادي پراختیا د وزارت مرستیال مشر اسرافیل علي زاده کوي
د پاکستان او روس ترمينځه د تجارت، اقتصاد، ساینس او ټيکنالوجۍ د همګاریو په اړه د بين الحکومتي کميشن درې ورځنۍ غوڼده کې د پاکستان د ډلې مشري د اقتصادي چارو سکتر ډاکټر کاظم نیاز او د روسیې د ډلې مشرې د روس د اقتصادي پراختیا د وزارت مرستیال مشر اسرافیل علي زاده کوي

د پاکستان او روس ترمينځه د تجارت، اقتصاد، ساینس او ټيکنالوجۍ د همکاریو په اړه د بين الحکومتي کميشن اتمه غونډه په اسلام آباد کې پیل شوې ده۔

دپاکستان دسرکاري راډیو تر مخه د روسیې ۸۰ کسیزه پلاوی به د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې، انرژۍ او صنعت په ګډون په بېلابېلو برخو کې تخنیکي مشورې کوي.

د اقتصاد پوهانو وینا ده پاکستان دا وخت په ارزانه بیعه تیلو ته اړتیا لرې او مهمه به دا وي چې د تیلو او ګیس په اړه دواړه هیوادونه څه لوظنامې ته ورسيږي.

اقتصاد پوهان ویایي روس سره د ګیس، سیاحت، سرمایه کارۍ او پوځې سازو سامان په څانګه کې هم سوداګرې کیدای شی.

د چهار شنبې په ورځ شروع شوې د پاکستان او روس ترمينځه د تجارت، اقتصاد، ساینس او ټيکنالوجۍ د همګاریو په اړه د بين الحکومتي کميشن درې ورځنۍ غوڼده کې د پاکستان د ډلې مشري د اقتصادي چارو سکتر ډاکټر کاظم نیاز او د روسیې د ډلې مشرې د روس د اقتصادي پراختیا د وزارت مرستیال مشر اسرافیل علي زاده کوي.

د اقتصادې چارو سکتر ډاکټر کاظم نیاز غونډې ته وینا کې وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پراختیا، د اوسنیو سرمایه کاریو بیا کتنه او د دوه اړخیزو اړیکو د لا ژورولو لپاره د نوو فرصتونو موندل یې لومړیتوب دی.

د روسي پلاوي مشر اسرافیل علیزاده په خپلو خبرو کې وویل، دا مهال د پاكستان او روس ترمېنځه د معيشت په بېلا بېلو څانګو كې ښې اړيكې ټينګې شوي دي "مونږ هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا زياتې شي"

هغه وویل باور لري چې په دواړو هیوادونو اقتصادونو کې پراخه امکانات شتون لري چې باید وکارول شي.

دپاکستان حکومت روس سره د تیلو د لوظنامې هیله من دی اؤ پخوانې وزیراعظم عمران خان دخپلې واکمنۍ به دوره کې او بیا د اوسني حکومت دپیټرولیم وزیر مصدق ملک په دې اړه د خبرو د پاره د روس سفرونه هم کړی وو.

د پاکستان دخزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه هم وایي پاکستان دا وخت په ارزانه بیعه تیلو ترلاسه کولو ته اړتیا لرې د دې دپاره مهمه دا ده چې دواړه هیوادونه څه لوظنامې ته ورسيږي چې دوي یې امکان ویني.

نوموړي وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل "د لوظامې وروسته به کتل وي چې کوم تیل به اخیستل کیږي، هغه تیل به تر دې ځایه څنګه رارسي، او زموږ ریفانریز کې به څه رنګه کارول کیږې دا ټول نظام به جوړول وي. چې وخت اخستی شي"

دوی دا هم وایي که چرې د روس سره څه لوظامه وشوه نو بیا ګڼي چې تر اوږدې مودې اقتصادې اړیکو ته دوام ورکولی شي.

ډاکټر سلمان شاه وایي د روس سره د تیلو ترڅنګ دګیس، سیلګرۍ او پوځي سازو سامان په برخه کې هم سوداګرې کیدای شی.

بل پلو ته پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او اې ډیوه ته وایي، پاکستان دا وخت د اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دغه لوطنامې که چرې وشي نو کتل به داوې چې تیل پاکستان ته څومره ارزانه ورکول کیږي. ولې چې پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هم په ارزانه بیعه تیل اخلي.

دوي زیاتوې په داسې حال کې چې پاکستان د ‌‌ډالرو د کمی سره مخ دی که چرې د روس سره دغه لوظنامه په ځایي کرنسۍ کې وشي نو ګټه یې پاکستان ته رسیدای شي.

تيره د دسمبر په میاشت کې د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ماسکو ته له سفر وروسته ويلي وو چي روس پاکستان ته په کمه بیعه د خامو تېلو ورکولو فيصله کړې ده او په دې لړ کې به د جنورۍ په مياشت کې د روس يو بين الحکومتي وفد د پاکستان دوره کوي۔

نوموړې وويل چې د خامو تېلو تر څنګ به روس پاكستان ته په ټيټه بيعه پټرول او ډيزل هم وركوي، چې دې لپاره په روسيه كې د خصوصي كمپنيو سره خبرې اترې پېل كړی شوي دي٬ د روس حكومت د ایل این جي د پلانټونو سره هم خبرې اترې پېل كړې دي۔

هغه وویل چې د روسیې حکومت د ایل این جي تولید لپاره نوې کارخانې جوړوي او پاکستان ته یې بلنه ورکړه چې د 2025 او 2026 لپاره د اوږدمهاله لوظنامې په اړه خبرې پیل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG