لاس رسیدونکی لینک

 
سعودي د ټرمپ او پوټین د ممکنه لیدنې هرکلی کړی او وایي کوربتوب ته یې تیار دی
تازه خبر

سعودي د ټرمپ او پوټین د ممکنه لیدنې هرکلی کړی او وایي کوربتوب ته یې تیار دی


سعودي عرب د جمعې په ورځ په اوکراین کې د سولې په اړه د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او د روسي صدر ولادیمیر پوټین د وروستیو خبرو ستاینه کړې ده او وایي په ریاض کې د دواړو مشرانو د ممکنه لیدنې کوربتوب ته تیار دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر خپله رسمي ایکس پاڼه باندې په یو بیان کې وویل، "سعودي عرب د 2025 کال د فرورۍ په 12مه د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ او د روسي فیډرېشن د ولسمشر ولادیمیر پوټین تر منځ د ټیلیفوني خبرو ستاینه کوي".

د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د دواړو ولسمشرانو دا ګام هم ستایلی، چې وایي کېدای شي په سعودي عرب کې سره وویني، خو ددې غونډې د جوړېدلو او کره نېټې په اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی. وزارت لیکلي:

"سعودي عرب د سرمشریزې کوربتوب ته ښه راغلاست وايي او د روس او اوکراین ترمنځ د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلې روانې هڅې بیا تکراروي".

وزارت ټینګار وکړ "په تېرو درو کلونو کې یې دغو هڅو ته دوام ورکړی، چې وایي په دې لړ کې د ډېرو غونډو کوربتوب هم شامل دی". په تېرو څه باندې دوو کلونو کې سعودي د روس اوکراین جګړې د ختمولو لپاره څو غونډې جوړې کړې دي.

د امریکې ډانلډ ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ له پوټین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته په سعودي عرب کې له هغه سره د لیدو موضوع یاده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوټین سره "لومړی ملاقات ښايي په سعودي عرب کې وکړي".

خو د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د زیارت- پنجشنبې په ورځ وویل،که امریکا او روس د کیف له ګډون پرته په دوه اړخیز ډول دا فیصله وکړي چې د اوکراین خلاف د ماسکو جنګ دې څه قسم ختم کړی شي، نو دا به اوکراین ته هېڅ د قبول وړ نه وي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، د ټرمپ او پوټین ترمنځ په خبرو کې د دوی د ممکنه لیدو د تفصیلاتو په اړه څه هوکړه نه ده شوې، او دواړو خواوو ژمنه کړې چې د ملاقات پر جزیاتو کار کار کوي. پېسکوف وویل:

"معلومه ده چې دا ډول غونډو ته تیاری وخت اخلي. ممکن څو اونۍ یا میاشتې واخلي، امکان لري چې څو میاشتي وخت واخلي".

صدر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ له پوټین سره تر خبرو وروسته وویل، دوی په دې متفق شوي چې په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره "سمدستي" خبرې اترې پیل کړي. هغه د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنکسي سره هم خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې له خبریالانو سره په جلا خبرو کې صدر ټرمپ وویل، کېدای شي هغه په "ډېر نیزدې وخت" کې له پوټین سره د دې لپاره وویني چې په اوکراین کې روانه دا "خونړۍ وحشتناکه جګړه" پای ته ورسوي.

صدر زلنسکي د میونخ کانفرنس ته په وینا کې ویلي، یواځې د روس له یوه چارواکي سره خبرو ته تیار دی او وایي هغه پوټین دی، خو د ده په وینا هغه هم یواځې هغه وخت چې اوکراین له ټرمپ او یورپي مشرانو سره یو ځای پر یوه پلان متفق شي. هغه وویل:

"زه هېڅکله د داسې څه منلو ته تیار نه یم، چې له اوکراین پرته د همغږۍ هوکړه پرې شوې وي. نه‌یواځې زه بلکې ټول اوکرایني ملت به يې و نه‌ مني".

له صدر پوټین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرو دا اندېښنې زیاتې کړې دي، چې کېدای شي کیف او یورپ له پامه وغورځول شي او د واشنګټن او ماسکو تر منځ جوړ شوی د سولې پلان د اوکراین پر حکومت ور وتپل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG