لاس رسیدونکی لینک

 
د برید لاندې ټرېن کې تر اوسه د 30 پوځیانو اؤ 30 وسله والو وژلو دعوا شوې
تازه خبر

د برید لاندې ټرېن کې تر اوسه د 30 پوځیانو اؤ 30 وسله والو وژلو دعوا شوې



چارواکو ویلي تېره ورځ د کوټې نه پېښور ته روان شوي جعفر ایکسپریس اور ګاډي کې تر 450 زیات مسافر سواره وؤ چې په بولان سیمه کې په دغه اور ګاډي وسله والو برید وکړو.
چارواکو ویلي تېره ورځ د کوټې نه پېښور ته روان شوي جعفر ایکسپریس اور ګاډي کې تر 450 زیات مسافر سواره وؤ چې په بولان سیمه کې په دغه اور ګاډي وسله والو برید وکړو.

د پاکستان نا ارمه بلوچستان کې د وسله والو د برید لاندې ټرېن نه د نزدې 400 مسافرو د خلاصولو په عملیاتو کې تر اوسه د 30 پوځیانو اؤ 30 وسله والو وژلو دعوا شوې ده، او امنیتي سرچینو دا هم ویلي دي چې تر اوسه یې 190 مسافر راخلاص کړيدي.

پوځ یا د کورنیو چارو وزارت لا په رسمي توګه دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو په پاکستان کې چې عموماً پوځ کومه خبره نیغ په نېغه نه کول غواړي نو میډيا هغه خبره د "امنیتي سرچینو" په نوم د خلکو مخې ته رسوي.

امنیتي سرچېنې دا وخت د یادې پېښې په اړه معلومات په واټس اپ پېغامونو کې د میډیا سره شریکوي

چارواکو ویلي تېره ورځ د کوټې نه پېښور ته روان شوي جعفر ایکسپریس اور ګاډي کې تر 450 زیات مسافر سواره وؤ چې په بولان سیمه کې په دغه اور ګاډي وسله والو برید وکړو.

بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ایل اې په جعفر ایکسپریس د برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ تېر ماښام یې پخپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په مهال د اتوؤ ساعتو نښته کې تر 30ؤ پورې پوځيان وژل شوي دي.

د امنیتي چارواکو لخوا ميډیا ته په وټس اېپ ورکړل شوو پېغامونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه ورکول کېږي. دپاکستان د انګریزۍ ورځپاڼه ډان هم خپل رپورټ کې ليکلي چې د وضعې د باریکۍ له امله د عملیاتو په اړه تفصیل ورکولی نه شي.

بې ایل اې پخپل بیان کې نه وه واضحه کړې چې په عملیاتو کې عامو مسافرو یا وسله والو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه خو ویلي یي وؤ چې 214 کسان یې یرغمل کړي چې هغوي کې پوځي، نیم پوځي، پولیس اور انټیلیجنس افسران شامل دي.

د بي ایل اې په بیان کې ویل شوي وؤ چې دا یرغمل شوي کسان یې جنګي قیدان ګڼلي دي اؤ د پاکستان ریاست ته یې د قیدیانو د تبادلې لپاره د اته څلویښت ساعتو مهلت ورکړی ؤ.


د بي ایل اې ویاند ویلي وؤ د یرغمل کسانو په بدله کې باید پاکستان په سمدستي توګه بلوڅ سیاسي اسیران ،په جبري توګه لادرکه کسان اؤ مزاحمت کوونکي خوشې کړي. پاکستان او امریکې بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د پاکستان حکومت یا پوځ لا د وسله والو دې وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اؤ د بلوچستان صوبې وزیراعلا سرفراز بګټي پخپلو بیلا بیلو بیانونو کې د ترهګرۍ په ضد د جنګېدو هوډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې ترهګرو ته به اوږه ښکته نه کړل شي.

د چهارشنبې په ورځ پاکستاني میډیا د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې په اور ګاډي برید کوونکو کې ځانمرګي برید کر هم شامل دی اؤ هغوي بېګناه خلک د ډهال په توګه استعمالوي ځکه نو امنیتي ځواکونه د یرغمل کسانو راخلاصولو لپاره روانو عملیاتو کې له ډير احتیاط کار اخلي.

امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې ترهګرو ځانمرګي برید کوونکي د یرغمل مسافرو په منځ کې کښينولي اؤ هغوي بارودي جیکټونه هم اچولي دي.

د سیمې نه د ډیوه خبریالان وایي د بلوچستان په کومه سیمه کې چې په اور ګاډي حمله شوې ده هلته ټيلي فون کار نه کوي اؤ د روانو عملیاتو له امله خبریالان هم هلته د ورتګ اجازه نه لري نو ځکه د پېښې په اړه دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو کې مشکلات مخې ته راځي اؤ میډيا یوازې د متعلقه اړخونو په دعوو بسنه کوي.

په کوټه کې د رېل ګاډي محکمې یو اعلا چارواکي محمد کاشف اې اېف پي ته ویلي، "په اور ګاډي کې له 450 څخه زیات مسافر بريد کوونکو وسله والو کسانو یرغمل کړي دي". هغه ويلي وو، په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

چاوراکو ویلي، کوټه کې د پېښې د معلوماتو دپاره مرکز جوړ کړل شوی او اور ګاډي کې د ځينو مسافرو کورنيو ويلي، دوی د خپلوانو دپاره پرېشانه دي، او حکومت نه یې د خپلوانو ژغورلو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG