لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په ګاډي د وسله والو ډزو کې درې کسان اؤ د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې "یو ترهګر"وژل شوی


د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هوشاب ضلعه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي
د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هوشاب ضلعه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي

سرچینې وایي د پاکستان په ناکراره صوبه بلوچستان کې په یو ګاډي د نامعلومو وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي اؤ پوځ دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو په هوشاب کې د عملیاتو په مهال یو ترهګر وژلی اؤ دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې تېره ورځ د بلوچستان د پنجګور ضلعې په بالګتر سیمه کې وسله والو په یو ګاډي ناتاره ډزې کړي اؤ په دغه ګاډي کې ناست درې کسان یې وژلي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

خو سرچینو د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې اؤ نه یې هم دا ویلي چې د وژل شوؤ کسانو تعلق د کومې سیمې سره دی.

په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې وسله والو څومره عام خلک وژلي هغوي کې د زیاترو تعلق د پنجاب صوبې سره ښودل شوی.

سرچینې وایي له دغه پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتیدلي اؤ امنیتي ځواکونو سیمه په خپله ګیره کې اخستې اؤ د لټونې عملیات کوي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هوشاب ضلعه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پوځ ویلي دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي اؤ وایي په دغه مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته هم شوې ده.

د پوځ په بیان کې د وژل شوي ترهګر نوم علي جان ښودل شوی اؤ ویل شوي چې هغه سیمه کې د بېګناه وګړو په تښتونو،هدفي وژنو اؤ د ترهګرۍ په یو شمیر نورو پېښو کې لاس درلودو.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا چټک شوي اؤ د پاکستان انسټي ټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکیورټي اسټډیز د رپورټ له مخې د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د ترهګرۍ پېښو او خودکش حملو کې ۳۸۹ کسان وژل شوي چې په دې کې ۲۸۱ امنیتي مامورین هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG