لاس رسیدونکی لینک

 
شهيدي وايي، "انګلېنډ سره د لوبې چېلنج ته تيار يو"
تازه خبر

شهيدي وايي، "انګلېنډ سره د لوبې چېلنج ته تيار يو"


د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر حشمت الله شهيدي وايي، "انګلېنډ يوه غوره لوبډله ده، زمونږ دپاره يو سخت چېلنج دی خو مونږ هر ډول چېلنج ته تيار يو".

شهيدي نن په 25مه فرورۍ دا څرګندونې په خبري غونډه کې کړي دي.

د پاکستان په کوربتوب د چېمپيننر ټرافي په روانه لړۍ کې د افغانستان لوبډله سبا په لاهور کې د انګلېنډ سره مخامخ کيږي.

شهيدي وويل، دوی تيار دي چې هره لوبه په مثبت انداز وکړي، حوصلې یې د 2023م د نړيوال کپ په څېر لوړې دي.

هغه زياته کړه، د دوی د لوبډلې او لوبې په اړه چې څومره بحثونه کیږي دوی ته ډاډ ورکوي، او دوی د ښه لوبې دپاره هڅې کوي، د نړۍ په اته غوره لوبډلو کې لوبيږي.

افغان لوبډلې په 21مه فرورۍ د جنوبي افريقې څخه په 107 رنزونو ماتې خوړلې وه.

په ياده لوبه کې نه خو د افغانستان سپېنر بالرانو او نه بيا بېټرانو يا توپ وهونکو کومه ډېره ښه لوبه کړې وه.

شهيدي وويل، هيله لري چې سبا د انګلېنډ خلاف یې سپېنران بالران ښه لوبه وکړلی شي.

هغه زیاته کړه، دوی په تېر نړیوال کپ کې انګلېنډ ته ماتې ورکړې بيا به هم هڅه کوي چې د چېمپينز ټرافي لوبه ترې وګټي.

د چېمپينز ټرافي په ګروپ بي کې د افغانستان درېيمه لوبه په 28مه فرورۍ اسټريليا سره هم په لاهور کې ټاکل شوې ده.

ګروپ بي کې جنوبي افريقې او اسټريلیا دوه دوه لوبې کړي او يوه یوه یې ګټلې ده.

انګلېنډ او افغانستان يوه يوه لوبه یې کړې او ماتې یې خوړلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG