د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د پرمختګ خوب تر هغې نه شي پوره کېدی څو پورې چې هيواد کې امن نه وي راغلی او ترهګرۍ ګواښ په بشپړ ډول نه وي ختم کړل شوی.
شهباز شریف پرون په 11م مارچ اسلام اباد کې د کابينې په غړو غږ کړی، د پرمختيايي انقلاب راوستو دپاره دې نه ستړی کېدونکی کار وکړي.
نوموړي ويلي، په هیواد کې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترهګرۍ بيا سر راپورته کړی، او د ترهګرۍ ضد د امنيتي ځواکونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي.
شهباز شریف دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې هم پرون د بلوچستان صوبې په بولان کې په جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي وسله وال بريد شوی دی.
چارواکو ويلي، اور ګاډی چې د کوټې څخه د پېنډۍ په لار پېښور ته تلو، د 400 څخه زيات مسافر پکې سواره وو.
بلوچ لبرېشن ارمي، بي ايل اې ډلې د بريد زمه واري منلې او ويلي يې دي، اور ګاډی او پکې یې سواره کسان يرغمل کړي او د حکومت نه یې د يرغمل کسانو په بدل کې د بلوڅ بنديانو او په زوره بې درکه کسانو خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
د بلوچستان حکومتي چارواکو ويلي، اور ګاډي کې يرغمل کسانو کې 80 راغلي، د وسله والو ضد د امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري.
پاکستان کې د تيرې يوې مودې راهسې په ځانګړې توګه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې دوام لري.
پاکستان کې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال، ترهګر بريدونه شوي، تر ټولو زيات 44 بريدونه پکې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.
دغه شمېرې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس خپرې کړې او ويلي يې وو، په ټول ملک کې 79 وسله والو بريدونو کې 55 ملکي وګړي او 47 امنيتي عسکر وژل شوي، 81 امنيتي عسکر او 45 ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.
پيکس ويلي، تر ټولو زيات وسله وال بريدونه په ټوله خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي، پخوانۍ فاټا کې 21 وسله والو بریدونو کې 22 امنيتي عسکر او اته ملکي وګړي او پاتې صوبه کې 23 وسله والو بريدونو کې 13 امنيتي عسکر او 12 ملکي وګړي وژل شوي وو.
د پيکس له مخې، خېبرپښتونخوا کې د زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ډلې منلې وې.
ويل شوي، خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات بریدونه بلوچستان صوبه کې شوي، او دغلته په ترسره شوو 32 وسله والو بريدونو کې د 35 ملکي وګړو، لس امنيتي عسکر په ګډون 11 وسله وال وژل شوي وو.
رپورټ کې ويل شوي، بلوچستان کې د بلوچستان لبرېشن ارمي، بشير زېب او ازادې ډلې، بي اېل اېف، او يو بي اې د زیاتو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.
Forum