د سیند ایالت د نوشهرو فېروز د ترهګرۍ ضد محکمې لخوا په یوه بله مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزیر د ګرفتارۍ له امر وروسته وتلي قانون پوهه اؤ د پاکستان د مرکزي پارلیمان غړي شېر افضل مروت اعلان کړی چې په ټولو مقدمو کې د علي وزیر د ضمانت په اړه به زر سپریم کورټ ته رجوع وکړي.
علي وزیر چې دا مهال د سیند صوبې د سکر سیمې په زندان کې بندي دی په شپږم مارچ یې د ترهګرۍ ضد عدالت ضمانت منظور کړی ؤ خو په یوه بله مقدمه کې د نوشهرو فېروز د ترهګرۍ ضد محکمې د هغه د نیولو امر کړی ؤ چې له دې امله نوموړی له زندانه خوشې نه شو.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپره شوې یوه ویډیو کې د علي وزیر وکیل شېرافضل مروت ویلي چې د سکر د ترهګرۍ ضد محکمې په وروستۍ قضیه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی اؤ د هغه د خوشې کولو امر یې کړی دی .
خو ښاغلی مروت وایي، په عین وخت کې ورته د سکر زندان چارواکو ویلي چې د نوشهرو فېروز د ترهګر ضد عدالت په یوه بله مقدمه کې د هغه د نیولو امر کړی دی نو ځکه له زندانه نه شي خوشې کېدای.
شېر افضل مروت ویلي چې علي وزیر "د پښتورګو او شوګر په ناروغۍ اخته دی اؤ ددې باوجود له تېرو اتوؤمیاشتو راهیسې چې په یو کیس کې یې ضمانت کېږي نو په "بله مقدمه کې نیول" کېږي.
هغه وویل، اوس ورسره له دې پرته بله لاره نه ده پاتې چې پر علي وزیر شوې ټولې مقدمې" او د عامه نظم ګډوډولو تورونه سپریم کورټ ته وړاندې کړي او ورڅخه پوښتنه وکړي چې "دا څنګه انصاف" دی.
شېر افضل مروت اعلان وکړو چې ژر به په سپریم کورټ کې د علي وزیر د قضیې په اړه درخواست جمع کړي اؤ په ټولو مقدمو کې به د هغه د ضمانت غوښتنه وکړي.
تر دې دمه نه ده معلومه چې د نوشهرو فېروز د ترهګرۍ ضد محکمې په کومه مقدمه کې د علي وزیر د نیولو امر کړی دی؟
تېر کال د اګست په دریمه نیټه د اسلام اباد پولیسو علي وزير نیولی ؤ اؤ د هغه خلاف یې درې مقدمې درج کړې وې چې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه اي موادو د ګرځولو او له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس عسکر د کمیس شلولو مقدمې پکې شاملې وې.
د تېر اګست په میاشت کې عدالت د وسلې او نشه اي توکو په دوو مقدمو کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی و او د ستمبر پر څلورمه بيا د اسلام اباد هایکورټ د ترهګرۍ په مقدمه کې هم د علي وزیر ضمانت منظور کړو.
هغه وخت تمه کېده چې علي وزير به خوشی شي خو د راولپينډۍ ډپټي کميشنر حسن وقار چيمه د ستمبر پر پینځمه د عمومي امن د ګډوډۍ د قانون د درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې پر وزير مقدمه درج کړه او د هغه د زنداني کېدو امر يې وکړو.
تر هغه وروسته د پنجاب د ګجرات او بکر ضلعو پوليسو هم د عمومی امن د ګډوډولو په تور علي وزير بندي کړی وو. له بکره تر خوشي کېدو سمدستي وروسته علي وزير د نومبر پر 16مه د بلوچستان د حب سيمې پوليسو ونيولو.
د بلوچستان پولیسو علي وزیر د فبرورۍ پر ۱۱مه د سیند پولیسو ته وسپاره او هغوی سکر ته ولېږلو.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په سکر کې په دایره شوې مقدمه کې پر علي وزیر یو ځل بیا د ریاست او پوځ پر ضد ویناګانو او خلکو د پارولو تورونه پورې شوي وؤ.
د مشال راډيو له مخې په تېرو ۱۰ کلونو کې پر علي وزير له ۱۰۰ زیاتې مقدمې جوړې شوې، ۱۲۵ ځلې عدالتونه ته وړاندې شوی او څه د پاسه درې کاله یې جېل تېر کړی دی.
علي وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت همېشه دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
Forum