لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سټېټ بېنک روان مالي کال کې د ګرانۍ زیاتېدو خبرداری ورکړی


د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک خبرداری ورکړی، چې روان مالي کال کې په ګرانۍ کې اضافه کېدی شي، ځکه چې د حکومت له خوا په بجټ کې د مالیاتي ګامونو اخستو وروسته به ګراني د 12 نه تر 13 فیصده پورې وي، او راتلونکي کال کې امکان لري چې ګراني د پينځو نه تر اووه فيصدو پورې راکمه شي.

تیره ورځ د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ ته د سټېټ بېنک ګورنر ډاکټر جميل احمد ويلي، روان مالي کال 2024/25م کې امکان لري چې په ژمي کې د غنمو بيې زياتې شي او د ګرانۍ شرحه د 11.5 فيصده څخه 13.5 فيصده پاتې شي.

اقتصاد پوهان وايي، په قامي بجټ کې حکومت په تنخاداره طبقه ماليه/ ټېکس زيات کړی او د توانايۍ یا بجلۍ قيمتونه سېوا کړل شوي دي.

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "حکومت د ټېکسونو زیات بوج په تنخا داره طبقه اچولی او بیا د توانایۍ قیمتونه په ملک کې زيات شوي، او د بجلۍ د يو يونټ بيه 70 روپو ته رسېدلې ده، موسمي اثرات شتون لري او بيا د خوراکي توکيو سپلايي متاثره کيږي".

روانه مياشت د شماریاتو ادارې په خپل رپورټ کې ويلي وو، ګراني د جون د میاشتې د 12.6 فيصدو په مقابله کې په جولاي کې 11.1 فيصدو ته راټيټه شوې وه او سټېټ بېنک د راتلونکي کال 2025م په وروستیو کې امکان څرګند کړی ګراني د پينځو نه اووه فيصدو ته راکمه شي.

اقتصاد پوهان وايي، په دې کې شک نشته چې د ګرانۍ رفتار کم شوی خو سټېټ بېنک په شرحه سود کې هم د احتیاط نه کار اخلي چې ګراني قابو وساتي.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين وايي، "سټېټ بېنک هم په دې وجه د سود شرحه 100, 100 درجې کموي ځکه چې سټېټ بېنک ګوري چې دا وخت د ګرانۍ د رفتار قدر کم شوی دا عارضي نه وي. داسې نه چې مونږ د آی اېم اېف پروګرام ته ځو د توانايۍ بيې سېوا کوو هسې نه ګراني بيا ونه ګرځي، او په خصوصي توګه روپۍ د فشار لاندې راشي، او ګراني بيا واپس شي".

د سټېټ بېنک ګورنر قايمه کمېټۍ ته ويلي، پاکستان ته روان مالي کال کې 26.2 اربه ډالره پورونه واپس کول دي، خو په دې کې به د 12.3 اربه ډالرو قرضو ستنولو موده وغځول شي، او د څلور اربه ډالرو کمرشل يا کاروباري قرضونو د واپسۍ وروسته کېدو امکان دی چې پاکستان ته واپس مېلاو شي.

هغه ويلي، هڅې کوي چې د اقتصاد په اړه بنيادي ډهانچه کې اصلاحات وکړي.
اقتصاد پوهان هم وايي، پاکستان بنيادي اقتصادي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

شهريار بټ وايي، "که پاکستان غواړي چې د اقتصادي مشکلاتو نه ځان خلاص کړي نو په بنيادي معاشي ډهانچه کې به ضرور اصلاحات کوي، په خصوصي توګه هغه سوداګر چې د ټېکس د جال نه بهر دي، د هغوی نه ماليه واخلي، د ځمکو کاروباري برخه، د خدماتو څانګه او بيا زرعي شعبه ده چې ټېکسونه نه ورکوي، ولې نه چې د دوی نه ټېکس واخستل شي".

روانه میاشت سټېټ بینک د سود شرحه يو فيصده راکمه کړې ده، خو بیا هم سوداګر وایي دا زیاته ده.

سټېټ بېنک وايي، غېر ملکي ترسيلات زر د 11 فيصده زياتوالي سره 30 اربه ډالرو ته رسېدلي دي او د غېر ملکي زر مبادله ذخيره مستحکمه ده او روان مالي کال کې پاکستان ته د 8.5 اربه ډالرو د قرضونو واپس کول د حکومت په قابو کې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG