لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د خارجه وزارت لوړ رتبه چارواکي پاکستان ته خپل ورستي سفر ګټه ور بللی


ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو
ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کونسلر ډیریک چولیټ پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر ډیر ګټور بللی او هیله یې څرګنده کړې چې د سوداګرۍ، پانګونې، پاکې انرژۍ، روغتیا، امنیت، تعلیم او په نورو ګډو ترجیحاتو په برخو کې به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

ډیریک چولیټ د ستمبر د اوومې څخه تر نهمې نیټې پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د یو پلاوي سره د اسلام اباد او کراچۍ سفر وکړو.

ډیریک چولیټ، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د ستراتیژیک سلاکار په توګه کار کوي، د خپل سفر په مهال د پاکستان د حکومتي او پوځي مشرتابه، مدني ټولنې، مطبوعاتو او کاروباري خلکو سره ليدلي او په دوه اړخيزه اړيکو او په پاکستان کې یې د سیلاب ځپلو او امنیتي همکاریو د پاره د امریکا پر مرستو خبرې کړې.

امریکا پاکستان کې د سیلابونو ځپلو د مرستې د پاره د ۵۰.۱ ملیونو ډالرو د مرستې اعلان کړی.

پاکستان ته د ډیریک چولیټ د سفر په پای کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، امریکا او پاکستان د څو لسیزو د همکاریو پر بنیاد قوي دوه اړخیزې اړیکې لري.

د نړیوالو چارو پوه پروفیسر‌ ډاکټر اعجاز خټک وايي امریکا یو لوی هیواد او طاقت دی، د پاکستان د اقتصاد د پاره هم ډیر ښه دی- په استرانجیکې اړه به هم پاکستان دا نه غواړي چې امریکا پاکستان پریږدې- بل پلو ته امریکا که څه هم د سیمې څخه وتلې خو په افغانستان نظر ساتلو د پاره پاکستان سره اړیکې ښه ساتلو هیله منده ده.

د امریکایي سفارت خانې په اعلاميه کې ویل شوي دي چې وزيراعظم شهباز شريف سره ډيرک چولیټ په ليدنه کې دامريکا اؤ پاکستان ددوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا اؤ دتجارت، سرمايه کارۍ، موسمياتو اؤ صحت په څانگو کې دملګرتيا په زياتولو خبرې اترې کړي دي.

ښاغلې چولیټ د خزانې د وزیر مفتاح اسماعیل سره هم لیدلې.

د عبدالولې خان پوهنتون د اقتصادې څانګې پروفیسر منظور علي وي او اي ډیوه ته وايي په داسې وخت کې چې پاکستان د سخت اقتصادې بحران ښکار دی او د سیلابونو او بارانونو د زیانونو له سببه دغه حالات نور هم خبرابیدی شي، پاکستان بهرنې تجارت او سرمایه کارې ته اړتیا لرې.

پروفیسر منظور علي زیاتوې امریکا د پاکستان د صادراتو تر ټولو لوی مرکز دی او د تجارت حجم یې هم ډیر دی که چېرې پاکستان هڅه وکړې او خپل صادرات د امریکا د ضرورتونو ترمخه کوې نو دا د پاکستان د پاره د صادراتو سیوا کولو لویه موقع ده.

د امریکا د سوداګرې د استازې د دفتر د کال ۲۰۱۹ د شمیرو تر مخه د پاکستان او امریکا تر منځ کال د تجارت حجم ۶.۱ اربه ډالره دې- د دغه شمیرو تر مخه پاکستان امریکا ته د ۲.۶ بلیونو ډالرو شان صادروی او د امریکا څخه د وارداتو کچه ۳.۹ بلیونو ډالره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG