لاس رسیدونکی لینک

 
صوابۍ: يو تن اول خپل څلور تنکي ماشومان او بيا ځان وژلی
تازه خبر

صوابۍ: يو تن اول خپل څلور تنکي ماشومان او بيا ځان وژلی


د خېبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې پوليس وايي، نن سهار د يارحسېن په علاقه کې يو تن اول خپل څلور تنکي ماشومان او بيا ځان د تماچې په ډز وژلی دی.

د يار حېسن تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) عبدالولي وي او اې ډیوه سره خبرو کې وويل، دوی ته نن سهار خبر ترلاسه شوی، چې په يارحسېن علاقه کې په يو کور کې د څلورو ماشومانو دوه هلکانو او دوه جينکو او يو تن مړی پروت دی.

د پوليس مشر په خبره، وژل شوو ماشومانو کې د لوی هلک عمر 12 کاله، د بل عمر نهه کاله، د يوې ماشومې عمر شپږ کاله او بلې عمر نزدې د دوو کالو ده.

هغه زیاته کړه، ماشومان د چړو په ګوازونو وژلي دي.

نوموړي وويل، د لومړو معلوماتو ترمخه دا پېښه، د دغه تن چې ځان یې وژلی، د هغه د نفسياتي او کورنۍ بدۍ له امله شوې ده. هغه زياته کړه، وژل شوی تن خياط، ټېلر وو.

د وژل شوي تن د ښځې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې پوليس افسر وویل، ښځه یې ترې خفه وه او د وړاندې نه د پلار کره تللې وه.

هغه زیاته کړه، دوی د پېښې پلټنې پیل کړي او د اصل علت معلومولو هڅه یې کوي، خو د ده ښځې د وړاندې نه پولیسو ته داسې ويلي چې د خاوند رويه یې سمه نه وه.

خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د تنظيم اېچ ار سي مشر اکبر خان وايي، دا انتهايي افسوسناکه پېښه ده، داسې پېښې ډېرې کمې کيږي چې يو تن خپل بچي او بيا ځان وژني.

هغه وويل، په ټولنه کې داسې پېښې کېدل، په ټولنه کې د بې زغمۍ او ناپوهۍ څرګندونه کوي او يو زمه وار یې ریاست هم وي، ځکه رياست د هر چا د خونديتوب زمه وار دی بايد چې يوه پرامنه او باشعوره ټولنه قايمه کړي.

پاکستان کې وخت په وخت د دغه ډول ځان وژنو پېښې، او اکثره د غېرت په نوم وژنو پېښې هم رپورټ کيږي.

د تېر کال دسمبر په میاشت کې د پنجاب صوبې د بهاولنګر څخه داسې خبر ورکړل شوی چې يو تن اول خپله ښځه او لور وژلې او بيا یې ځان وژلی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG