په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې ويلي، د پاکستاني چارواکو او نړيوالو سازمانونو په ليدنو کې یې په لنډ وخت کې "د ټولو افغان کډوالو اخراج او په دې هکله د پاکستان د یو اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې" ده.
د طالبانو سفارتخانې په دغې اړه په اېکس تفصيلي بيان خپور کړی دی.
ويل شوي، په دې وروستیو کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان وګړو د پولیسو له لوري نيول او پلټل کيږي، او د د دغو ښارونو څخه ایستلو ورته ويل کیږي او يا چې له دغو ښارونو څخه ووځي د پاکستان نورو سيمو ته منتقل شي.
د طالبانو سفارتخانې ويلي، "د افغانانو د نیولو دغه پروسه په نا اعلان شوې شکل پیل شوې، او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته هم په دې اړه کومه رسمي مکتوبي اطلاع نه ده ورکول شوې".
ويل شوي، د طالبانو سفارتخانې په دغې اړه د پاکستان اړونده ادارو او چارواکو سره څو ځله ليدلي، چې معلومه کړي دا انفرادي عمل دی که پاليسي ده، او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار هم په دغه اړه ناخبره ده.
سفارتخانې ويلي، "بالآخره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله چې د اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی".
بيان کې زیاته کړل شوې، "دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام آباد او پنډۍ کې یوازې هغه افغانان کولای شي و اوسي، او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان څخه اخراج شي".
د طالبانو سفارتخانې ویلي، "یاده موضوع له کابل سره شریکه کړل شوې، چې په دغه برخه کې په موجودو چېلنجونو غور وشي".
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په دغې اړه په رسمي توګه کوم بيان نه دی ورکړل شوی.
خو درې ورځې وړاندې د پاکستان د سېفران مرکزي وزير امیر مقام ويلي وو، "هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري هغو له ګيله نه ده پکار، هغوی به بیرته ځي او چا سره چې قانوني اسناد دي، مونږ غواړو چې داسې ماحول جوړ شي چې دوی ټول هم په عزت سره خپل ملک ته لاړ شي".
د تېر کال نومبر په مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسلام اباد کې د احتجاج په وخت د کورنیو چارو وزير محسن نقوي ويلي وو، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کمشنر نه به اجازت نامه اخلي.
هم روانه میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) او مهاجرت نړیوال سازمان (آی او اېم) پاکستان کې د افغانانو د بې ځایه کولو په لړ کې په وروستیو پرمختګونو اندېښنه څرګنده وه.
دواړو ادارو د روانې مياشتې په پينځمه نېټه ګډه اعلاميه کې ويلي وو، د 2025 کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې راهسې، د اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغانانو نيول زيات شوي، چې پکې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي، سږ کال تراوسه پورې يواځې د اسلام اباد او پېنډۍ څخه د 800 نه زیات افغانان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، بيرته خپل هيواد ته شړل شوي، او دغه عمل په افغان کډوالو کې نوره ويره سېوا کړې ده.
اعلاميه کې ویل شوي، دواړه ادارې په ځانګړې توګه د هغو افغانانو په اړه اندېښنې لري، چې په ممکنه ډول بیرته افغانستان ته ستنولو په صورت کې د خطرو سره مخ شي، لکه لساني او مذهبي لږکۍ، ښځې او جينکۍ، خبریالان، د بشري حقونو فعال او د هنري مسلکونو غړي لکه موسیقارانو او نور شامل دي.
Forum