لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت افغانستان کې د داعش خراسان د پیاوړتیا او د حملو د توان لوړېدو دعوې رد کړي


د طالبانو حکومت له افغانستانه بهر د داعش د بریدونو د خطر د خبرداري په اړه د ملګرو ملتونو رپوت په غبرګون ویلي، په دغه هیواد کې د داعش د پراخ موجودیت او په خطر د بدلېدو په اړه د لوېدیځو هېوادونو او ادارو اندیښنې بې ځایه او پروپیګنډه ده.

په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان کې د داعش د پراخه کچې د موجودیت اؤ ددغې ډلې افغانستان نه بهر د بریدونو د توان دعوې رد کړي اؤ وایي په افغانستان کې هیڅ خپل سرې اؤ کورنۍ اؤ بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.

وړمه ورځ پخپل رپورټ کې په ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې داعش خراسان وسله والې ډلې مالي او لاجيسټيکي یا سازماني طاقت سېوا کړی او د افغانستان څخه بهر د بريدونو خطر يې موجود دی۔

څېړونکي وايي افغانستان کې د جمهوریت د تېرې دورې په پرتله اوس داعش خراسان زياته پياوړې ډله نه ده. دوی نظر لري چې د داعش خراسان او نورو وسله والو ډلو په ضد د مبارزې دپاره بايد په نړيواله کچه يو ګډ او کوټلی پلان جوړ کړل شي۔

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې مشر ولادیمیر ورونکوف د امنيت شورا ته ويلي چې داعش خراسان په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لاجسټک توان زیات کړی او په بهر کې يې د بريدونو خطره شته دی۔

دغه رپورټ ته خپل غبرګون کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي،په افغانستان کې د داعش د پراخه موجودیت او په تهدید بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او نهادونو اندېښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو بیان کې د طالبانو د حکومت ویاند ویلي د طالبانو د حکومت (چې هغوي یې اسلامي امارت بولي) امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې یا فتنې په وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.

هغه ویلي د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط لاندې ده اؤ هیڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.

ذبیح الله مجاهد وایي په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول په واقعیت کې د هغو ډلو لپاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامو ذهنونو د خرابولو او ګډوډولو هڅه ونه شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي "اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي".

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي داسې ډول راپورونه په طالبانو د فشار په توګه کارول کېږي او د داعش پشا نړيوالې استخبارتي ادارې ولاړې دي۔

په سويډن کې د سياسي چارو افغان څېړونکی احمد خان اندړ وي او ای ډیوه ته وایي" زما په اند دا په غېر مستقيم ډول د افغانستان په اوسني حکومت فشارونه دي ګنې داعش نه په افغانستان کې قومي او نه مذهبي بېس(بنیاد) لري"

هغه وایي، ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې افغانستان يو غريب هېواد دی "مونږه نه د وسلې کارخانې لرو نه دومره قوي اقتصاد لرو او د داعش د حمايت دپاره د نړۍ قوي استخبارات کار کوي".

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي په افغانستان کې د داعش خراسان موجودیت د طالبانو د خپل حکومت دپاره لوی خطر ګرځېدای شي نو ځکه طالبان د تېر په څېر اوس هم د دې ډلې په ضد ګامونه اخلي۔

په ماسکو کې د سياسي چارو افغان څېړونکی ډاکټر شیر حسن حسن وایي" د جمهوريت د کلونو په تناسب په افغانستان کې دننه د داعش خراسان حملې کمې شوې دي او هغه زور يې پاتې نه دی کوم چې د جمهوريت په وخت کې و"

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش د جولای په ۳۱مه په یوه راپور کې ويلي وؤ چې د داعش او د هغې د اړوندو ډلو خطرې لوړې پاتې دي .

څېړونکي وايي په افغانستان او منطقه کې د وسله والو ډلو د مخنيوي دپاره ضروري ده چې يوه مشترکه تګلاره وضع کړل شي۔

څېړونکی احمد خان اندړ وایي" هغه ترهګرې ډلې چې د بشر ضد کړنې ترسره کوي او په سيمه او نړۍ کې امنيت ګډوډوي،ددې د مخنيوي دپاره پرځای د دې چې امنيت شورا په يو هېواد ګوته پورته کړي بايد نړيوال پلان ورته جوړ کړي چې پرضد يې ګډه مبارزه وشي"

که څه هم ملګري ملتونه او نور هېوادونه وخت په وخت په افغانستان کې د داعش خراسان په موجودیت اندېښنه ښيې خو بيا طالبان دعوه کوي چې د داعش خراسان ډله یې ړنګه کړې او ملي او سیمه ایز امنیت ته یې د دغې ډلې د ګواښ کچه او توان کم کړی دی۔

په ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ ضد ادارې مشر د زیارت- پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې داسې خطر موجود دی چې په افغانستان کې د داعش مېشته ډله (داعش-خراسان) د هغه ملک نه بهر حملې وکړي.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولاډیمیر وورونکوف ویلي وو، "داعش-خراسان په تېرو شپږو میاشتو کې خپل مالیاتي او لاجسټيکي صلاحیتونه پیاوړي کړي دي، او دې کې یې د افغان او د مرکزي اېشیا د ډیاسپورا نه هم مرسته غوښتې ده. دغې ډلې د برتي کولو په برخه کې هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي."

وورونکوف د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل یوې غونډې ته چې د ترهګرۍ د خطرو په باب جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه "د یوې سترې فکرمندۍ په توګه باقي پاته دي."

ښاغلي وورونکوف د افغانستان ګاونډیانو نه هم په کلکه وغوښتل چې د داعش-خراسان ډلې د خطرې د خورېدو مخنیوی وکړي. هغه زیاته کړه: "د دې دپاره چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ زانګو جوړه نه شي، مونږ ته په کار ده چې سره متحد شو."

خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو حکومت تر کلک کنټرول لاندې ده چې له امله یې هیڅ خپلسرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت جرئت نه لري.‏ هغه ویلي:

"اسلامي امارت [ طالبانو حکومت ] چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د جولای میاشتې د ۳۱مې نېټې په یو راپور کې ویلي و چې د داعش او د هغه د متعلقه ډلو خطره "لوړه پاته ده، ځکه د ترهګرۍ ضد دوامداره کوششونو باوجود، دا ډله او متعلقه ډلې یې اوس هم ځان کې د تبدیلي راوستو او ژوندي پاته کېدو صلاحیت ښکاره کوي."

د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په جنوري ۳مه په ایران کې د قاسم سلېماني د جنازې په دستوره باندې د حملې او بیا د مارچ په ۲۲مه په ماسکو کې کنسرت هال باندې د حملې ذمه وارۍ په غاړه واخېستې، داسې ویل کيږي چې د داعش مرکزي مشرتابه "خپلو فعالانو ته د افغانستان او ګاونډیو ملکونو څخه هدایات ورکوي چې په بهر کې حملې ترسره کړي."

په افغانستان کې واکمن طالبان دعوه لري چې د هغوي امنیتي ځواکونو په هغه هېواد کې د داعش مرکزونه تباه کړي او د افغانستان او سیمې امن ته د خطرې پېښولو په برخه کې یې د داعش ډلې وړتیاوې یا صلاحیتونه یې ډېر راکم کړي دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG