لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: وسله والو د پولیس عسکر کور سوځولی او عسکر یې له تښتولو وروسته وژلی دی


د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې ترهګرو د یو پولیس عسکر په کور برید کړی دی، د هغه کور اؤ سامانونه یې سوځولي اؤ دغه عسکر یې له تښتولو وروسته وژلی دی.

د پولیس چارواکو له مخې دا پېښه د جمعې په ورځ د کرک ضلعې په ګره شاده کلي کې مخې ته راغلې ده.

وایي دغلته نامعلومه وسله والو د اختر زمان نومې پولیس عسکر په کور برید وکړو کور اؤ سامانونه یې ورله په بشپړ ډول وسوځول اؤ یاد عسکر یې د ځان سره بوتلو.

پولیس چارواکي وایي کله چې د تښتول شوي پولیس د راخوشې کولو لپاره په سیمه کې ګڼ شمیر پولیسو د لټونې عملیات پېل کړل نو په دغه مهال یې د تښتول شوي پولیس عسکر مړی په نزدې پټو کې وموندو.

پولیسو نه ده واضحه کړې چې دا برید چا کړی اؤ نه هم په سمدستي توګه لا کومې ډلې د دې برید پړه پغاړه اخستې ده .

په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان ټولو امنیتي مامورینو ته ګواښ کړی چې له خپلو دندو لاسونه واخلي ګنې د دوي د خونړيو بریدونو سره به شي.

د ټانک ضلعې د پولیسو د مشر یا ډي پي او اسلم نواز له دفتر په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې سیمه کې به د امنیت د ټینګښت اؤ د ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره ګامونه دوامداره ساتلی شي

د پولیسو ضلعي مشر ویلي چې سیمه کې ترهګریزو ګواښونو ته په کتلو سره د ضلعې پولیس چمتو کړل شوي اؤ ورته د ترهګرو د سر چقولو اؤ امنیت پځای کولو لارښوونې شوې دي.

د پولیسو دغه لوړ پوړي مشر خپل بیان کې په ولس غږ کړی دی چې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې د پولیسو سره همکار پاتې شي اؤ د هر رقم شکمن فعالیت په اړه دې پولیسو ته خبر کوي.

په کال 2021م کې چې په افغانستان کې طالبان یو وارې بیا په حکومت قابض شوي ، څېړونکې اؤ نړيوالې ادارې وایي چې په پاکستان کې ورسره د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې ده.

د پاکستان حکومتي اؤ امنیتي چارواکي وخت په وخت افغانستان کې د واکمنو طالبانو په حکومت تورونه لګوي چې افغانستان کې یې د پاکستان مخالفو وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان له خاورې پاکستان کې ورانکاري کوي.

خو افغان طالبان د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا د نړۍ د بل کوم هیواد په ضد وکاروي.

طالبان پاکستان کې د ناامنۍ زیاتې شوې پېښې د پاکستان کورنۍ ناکامي بولي اؤ وایي اسلام اباد دې خپلې ناکامۍ د کابل غاړې ته نه اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG