لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ څېړونکي:افغانستان سره د پاکستان د خرابو اړیکو اغېزې به نیغ په نېغه د پاکستان اؤ روس تر منځ په تجارت کیږي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روس د صدر ولادي مير پيوټن سره د چهارشنبې په ورځ د شنګهاي همکارو سازمان په روانه غونډه کې ليدلي
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روس د صدر ولادي مير پيوټن سره د چهارشنبې په ورځ د شنګهاي همکارو سازمان په روانه غونډه کې ليدلي

څيرونکې وايي چې په موجوده حالاتو کې د پاکستان تعلقات له افغانستان سره په خرابېدو دي چې نيغ په نيغه اثر به یې د پاکستان او روس ترمینځ د مينځني اسيا د لارې په تجارت وي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د روس د صدر ولادي مير پيوټن سره د چهارشنبې په ورځ د شنګهاي همکارو سازمان په روانه غونډه کې ليدلي او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړيکو د پرمختګ هيلې يي څرګند کړې دي.

شهباز شریف ویلي، جيو پولیټیکل بدلون يا د نورو هيوادونو سره اړيکې زموږ په تعلقاتو منفي اغیزې نه شي کولي .

څيرونکې وايي چې د افغانستان په تناظر کې او د ترهګري د مخنيوي لپاره دواړه هيوادونه د يو بل مرستو ته اړتيا لري.

دپاکسان د اطلاعاتو د وزارت ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دغه ملاقات کې صدر پيوټن ته ويلي چې د دواړو هېوادونو تجارت چې دا وخت يو ارب ډالرو ته رسيږي، لا نوره وده موندلی شي که روس د انرجۍ په څانګه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

شهباز شريف دا وړانديز په داسې حال کې کړی چې روسيه د اوکراين د جګړې په سر د يو شمېر امريکاېي او اروپایي بندېزونو سره مخ ده.

څيرونکې وايي چې په موجوده حالاتو کې د پاکستان تعلقات له افغانستان سره په خرابیدو دي چې نيغ په نيغه اثر به یي د پاکستان او روس ترمینځ د مينځني اسيا د لارې په تجارت وي.

د اسلام اباد په قايد اعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استاز ډاکټر فهیم الله خان ډیوه سره خبرو کې وایي،د پاکستان پاليسي او طريقه غلطه ده خو د پاکستان هدف دا دی چې افغانستان سره تعلقات ښه شي .

د هغه په وینا "او د هغې وجه دا ده چې دا موږ ته هم پته ده چې افغانستان سره ښه تعلق او امن نه علاوه په سيمه او په خاص توګه سينټرل ایشیا، د چائنا او روس سره په سيمه کې تجارت کول ناممکنه ده"

روس تېر کال پاکستان ته په ارزانه بېعه تېل ورکړي وو او لومړۍ سمندري بېړۍ يې د جون په مياشت کې پاکستان ته رسېدلې وه.

د بهر ملکي قرضونو سره مخ پاکستان تېر کال نه وه څرګنده کړې چې روس ته ېې ددغه تېلو لپاره پېسې څنګه ورکړې وې.

نن يو ځل بیا د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د شنګهاي همکارۍ سازمان د مشرانو د شورا غونډې یه په وينا کې ويلي چې بايد افغانستان د ترهګرۍ ضد کوټلي ګامونه پورته کړي چې ځمکه يې د بل کوم هيواد په ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

څيړونکي وايي چې د پاکستان په خارجه پاليسي کې بدلون او د روس طرف ته مایله کېدل دا په ګوته کوي چې پاکستان غواړي چې روس هم په طالبانو فشار واچوي چې د افغانستان ځمکه د پاکستان خلاف استعمال نه شي.

د نړیوالو چارو ماهر تیمور خان ډیوه ته وایي "روس بلکل د پاکستان دا مدد کولی شي چې ترهګر تنظيمونو بشمول داعش او ټي ټي پي په افغانستان کې کنټرول کړي ولې چې دا تنظیمونه د پاکستان يا افغانستان لپاره نه بلکې د سيمې د امن لپاره لوي خطر دی"

د شانګهای د همکاریو سازمان په روانه غونډه کې ۱۵ هېوادونو چین، روسیې، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عرب امارات ، ترکیې اؤ د ترکمنستان مشران او استازي ګډون کوي خو د افغانستان څخه پکې طالب چارواکي ګډون نه کوي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG