خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت په يو بل تورونه لګوي، چې پښتونخوا کې د ترهګرۍ په لړ کې خپلې زمه وارۍ نه پوره کوي.
پوهان وايي، پښتونخوا کې د امنیت زمه واري د رياست، مرکز او صوبايي حکومت ټولو شريکه ده.
پرون په پينځمه فرورۍ د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي، ترهګري يواځې د خېبرپښتونخوا نه بلکې قامي مسله ده، مرکزي حکومت په دې لړ کې ټوله زمه واري په صوبه ور اچوي خو ځان د دغه زمه وارۍ څخه نه شي خلاصولی.
سېف تور لګولی، مرکزي حکومت د ترهګرۍ په اړه انتهايي غېر سنجيده رويه خپله کړې ده.
خو په مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ د دفاع وزير خواجه اصف وايي، صوبايي حکومت دې خپله هم د ترهګرۍ زمه واري اوچته کړي، جرګه جرګه کوي، پاتې څه هم نه کوي.
نوموړي نن اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، د تحریک انصاف حکومت د عمران خان د اقتدار دپاره جګړه کوي، نور هيڅ نه کوي، پاړاچنار کې نن هم حالات خراب دي، دا د هغو زمه واري ده، د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرکز د صوبايي حکومت سره دی.
سېف ويلي، د مرکزي حکومت د غېر سنجيدګۍ او افغانستان سره خاموشۍ له امله ترهګري سېوا کيږي، مرکزي حکومت نه په خپله د افغانستان سره مذاکرات کوي او نه صوبايي حکومت پرېږدي.
هغه ويلي، مرکزي حکومت ته یې د افغانستان سره د خبرو دپاره کاري شرطونه لېږلي خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی. هغه بيا د مرکز نه غوښتنه کړې حکومت دې د خبرو منظوري وکړي چې افغانستان سره د خبرو لړۍ پيل شي.
پېښور پوهنتون کې د جرنلزم استاز ډاکټر عرفان اشرف وايي، خېبرپښتونخوا کې د امنيت مسله د رياست ده، صوبايي او مرکزي حکومت یې هم زمه وار دي خو دلته دا حالات د پالیسي لاندې جوړ دي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، بل لور ته بيا نه د صوبايي حکومت او مرکز سره کوم واک اختيار شته چې د ترهګرۍ ضد جګړه ختمه شي، ځکه هغه پاليسي د بل چا په لاس کې ده، نو په داسې حالاتو کې صوبې او مرکز سره د يو بل ضد تورونو لګولو نه علاوه نور څه پاتې نه وي.
نوموړي زياته کړه، دا خبره هم سمه ده چې د خېبرپښتونخوا حکومت ټولې هلې ځلې د عمران خان دپاره کوي، نور په يو څه کې هم نوم نه ښکاري.
د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت لخوا په يو بل تازه تورونه په داسې وخت کې لګول شوي چې پښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ لړۍ نوره چټکه شوې ده.
تازه دوه ورځې وړاندې، په څلورم مارچ د بنو په پوځي چاوڼۍ بريد شوی، د بريد کوونکو سره نښته کې د پاکستان د پوځ پينځه عسکر وژل شوي او بريد کې 13 ملکي وګړي وژل شوي او 32 نور ژوبل شوي وو. پوځ په بريد کې د افغان وګړو د ککړتيا دعوه کړې ده.
د پاکستان پوځ پرون په پينځمه فرورۍ جاري کړي بيان کې ويلي، بريد کوونکو غوښتل چې د چاوڼۍ امنيت مات کړي خو امنیتي ځواکونو په چټکتيا سره د دوی پلان شنډ کړو، او بريد کوونکو بيا د بارودي موادو دوه ډک ګاډي د ديوال نه تمبولي دي.
پوځ ویلي، د څلورو ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون ټول 16 سره بريد کوونکي خوراج وژل شوي دي. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.
د رپورټونو ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ماښام په پوځي چاوڼۍ د شوي برید زمه واري د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې منلې ده.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت د تېرو څو مياشتو راهسې وايي، صوبه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ دپاره د افغانستان سره مذاکرات کول غواړي خو مرکزي حکومت بيا وايي، د بل کوم هيواد سره د امنیت په اړه خبرې صوبايي حکومت په خپل سره نه شي کولی.
Forum