لاس رسیدونکی لینک

 
دریم وفاقي جج هم د صدر ټرمپ هغه حکم ودرولو چې د غېرقانوني بهرنیانو ماشوم به په زېږون د امریکې د شهریت حق نه لري
تازه خبر

دریم وفاقي جج هم د صدر ټرمپ هغه حکم ودرولو چې د غېرقانوني بهرنیانو ماشوم به په زېږون د امریکې د شهریت حق نه لري


ټرمپ په ۲۰ جنورۍ د صدرات سوګند پورته کولو وروسته په پېدایش د شهریت د حق خلاف حکم جاري کړو
ټرمپ په ۲۰ جنورۍ د صدرات سوګند پورته کولو وروسته په پېدایش د شهریت د حق خلاف حکم جاري کړو


دریم وفاقي جج هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ هغه اېګزېکېټیو ارډر یا صدارتي حکم ودرولو چې ترمخه یې هغه ماشومان په پېدایش د امریکې د شهریت حق نه لري چې مور او پلار په غېرقانوني توګه په امریکا کې په غېرقانوني توګه اوسېږي.
په نیوهېمشر ریاست کې د یواېس ډسټرکټ جج جوزف اېن لپلانټ د فېصلې نه مخکې په واشنګټن او په مېرېلېنډ ریاستونو کې هم وفاقي ججانو د ټرمپ امر معطل کړی دی.

د شهري حقونو تنظیم امېرېکن سېول لېبرټيز یونین په خپل خواست کې دریځ خپل کړی چې د ټرمپ امر د ایین خلاف ورزي او کوښښ کوي چې د ایین انتهايي بنیادي اقدارو څخه یو په خپل سر ودروي.
د ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ حکومت وايي هغه کسان چې شهریان نه دي په بچیانو يې د امریکې قوانین نه عملي کېږي نو ځکه په امریکا کې د زېږون باوجود د شهریت حق نه لري.

د ټرمپ حکومت د سیاټل، واشنګټن ریاست، د عدالت امر په ضد اپیل کړی دی.

د ډریو واړو مقدمو بنیادي ټکی د امریکې د ایین ۱۴ ترمیم دی چې د خانه جنګۍ نه پس په کال ۱۸۶۸ کې په سپریم کورټ کې د ډېرسکاټ د مقدمې وروسته منظور کړی شوی و. سپریم کورټ په خپله فېصله کې ټاکلې وه چې سکاټ چې په دغه مهال غلام و، په یو داسې ریاست کې په غلامۍ پې پابندي وه، د کلونو تېرولو باوجود هم شهري نه و.

په ۱۸۹۸ کې د سپریم کورټ خلاف د وانګ کېم ارک په مقدمه کې سپریم کورټ وموندل چې صرف هغه ماشومان په امریکا کې د پېدا کېدو باوجود د شهریت حق نه لري چې د غېر ملکي سفارتکارانو په کور کې پېدا وي، ځکه چې د دوی تړون د بل حکومت سره وي، د امریکې د حریفان بچي او په غېر ملکي سمندري جهازونو پېدا شوي ماشومان په پېدایش د امریکې د شهریت حق نه لري.

امریکا د دنیا د ۳۰ ملکونو څخه یو دی چې په پېدایش د شهریت په حق یا د خاورې حق عملي ک وي. په دغو ملکونو کې مېکسیکو او کېنېډا هم شامله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG