لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټیک ټاک راتلونکې به په امریکا کې څنګه وي؟


د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ تر واکمنېدو مخکې په امریکا کې د چین د کمپنۍ سوشل مېډیا اېپ ټیک ټاک له خطر سره مخ دی او د بندېدو امکان یې دی. د امریکا سپریم کورټ کې ټیک ټاک د هغه قانون خلاف اپیل هم بایللی چې غوښتل یې چې د اتوار یا یکشنبې د ورځې نه دې دا مخکې وښیي چې خپل پیلدونکې/پیرنټ کمپنۍ بایټ ډانس نه د جلا کیدو په اړه یي ګامونه اخیستي دي.

محکمې ومنله چې ټیک ټاک د ۱۷۰ میلیونو امریکایانو لپاره “یو ځانګړی او پراخ ځای دی چې خپل اظهارپکې کولې شي او اړیکې پکې جوړولې شي.” خو قاضیانو زیاته کړه چې د امریکا کانګرس “ دا ټاکلې ده چې د ملي امنیت د اندېښنو د حل لپاره د ټیک ټاک د معلوماتو د راټولولو کړنې او د یوه بهرني دښمن سره د اړیکو له امله جلا کول اړین دي.”

“بې له شکه، هغه اقدام چې کانګرس او صدر دلته غوره کړی دی، ډرامایټیک دی,” قاضي نیل ګورساچ په خپل رایه کې ولیکل. “دا چې دا قانون به خپل هدف ته ورسیږي، زه نه پوهېږم.”

د وروستۍ نېټې د رانږدې کېدو سره، د ټیک ټاک لپاره د اضافي وخت ورکولو په اړه د دواړو ګوندونو ترمنځ یو څه موافقه شته.

نه ده معلومه چې ټیک ټاک به د امریکا په عدالتي نظام کې د خپلې وروستۍ هڅې له ناکامېدو وروسته، چېرته یې استدلال کاوه چې د بیان د آزادۍ حق یې د صدر جو بایډن د تېر مارچ لاسلیک شوي قانون له لارې تر پښو لاندې شوی، سمدستي خپل فعالیت بند کړي.

بایډن، د سینټ جانز کلیسا نه د لنډې لیدنې وروسته، ترې یوې خبریالې وپوښتل چې د سترې محکمې د پرېکړې په اړه یې څه فکر دی. هغه وویل چې دا به د راتلونکي حکومت په لاس کې وي چې اقدام وکړي.

وایټ هاوس، د بایډن د دې څرګندونو نه مخکې، په یوه بیان کې یادونه وکړه چې د صدر تګلاره دا ده چې ټیک ټاک باید د امریکایانو لپاره شتون ولري، خو غوره دا ده چې د امریکایي مالکیت د لاندې وي.

“د وخت د حقیقت په پام کې نیولو سره، دا اداره په رسمیت پېژني چې د قانون د تطبیق لپاره اقدامات باید د راتلونکي حکومت له خوا ترسره شي,” د وایټ هاوس ویاندې کېرن ژان پیېر په یوه بیان کې وویل.

لوی څارنوال، میرک ګارلینډ، د قاضیانو پرېکړې ته ښه راغلاست ووایه، خو د وایټ هاوس په څېر یې څرګنده کړه چې د اتوار/یکشنبې نېټې د قانون د تطبیق لپاره به سمدستي اقدام ونه شي.

ګارلینډ وویل. “د دې هڅې راتلونکی پړاو — د قانون د تطبیق او د دې د اطاعت یقیني کول وروسته له دې چې د جنورۍ په ۱۹ نېټه نافذ شي — به یو بهیر وي چې د وخت په تېرېدو سره به ترسره شي,”

د جمعې په ماښام، ټیک ټاک په ایکس ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي چې د بایډن د ادارې او د عدلیې وزارت څرګندونې “هغه اړین وضاحت او ډاډ ندی ورکړی چې د خدمت چمتو کونکو لپاره اړین دی ترڅو ټیک ټاک د ۱۷۰ میلیونه امریکایانو لپاره شتون ولري.”

ټیک ټاک بیان زیاتوي، “که د بایډن اداره سمدستي یو واضح بیان وړاندې نه کړي چې د خدماتو چمتو کونکو ته ډاډ ورکړي چې قانون به عملي نشي، نو له بده مرغه ټیک ټاک به د جنورۍ په ۱۹ نېټه د بندېدو ته اړ شي,”

دا موضوع د ډونالډ ټرمپ په غاړه پرېباسي، چې د ګل یا دوشنبې په ورځ به د خپل غیر متواتر دویمې دورې لپاره د صدارت لوړه کوي، یعنې د وروستۍ نېټې څخه یوه ورځ وروسته.

ټرمپ په دې وروستیو کې څرګنده کړې چې هغه هم نه غواړي ټیک ټاک د امریکا څخه د اتوار/یکشنبې په ورځ بند شي، په داسې حال کې چې د پلور احتمالي معامله روانه ده.

ټرمپ، په خپل ټولنیز پلېټ فارم، ټروت سوشل کې لیکلي، د جمعې د سترې محکمې د پرېکړې څخه مخکې وویل چې هغه د چین له مشر شي جینپینګ سره د ټیک ټاک او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي چې “سمدستي به حل شي.”

په یوه بل پیغام کې، منتخب صدر وویل: “د سترې محکمې پرېکړه تمه کېدله، او هرڅوک باید د دې درناوی وکړي. زما پرېکړه د ټیک ټاک په اړه به په نږدې راتلونکي کې وشي، خو زه باید د وضعیت د بیاکتنې لپاره وخت ولرم.”

د ورځې په پیل کې، د ټیک ټاک د رسمي اکاونټ څخه، د دې سینګاپوري اجرائیه رییس شو زی چی د ټرمپ څخه مننه وکړه “د دې ژمنې لپاره چې د هغهو سره به کار وکړي ترڅو د ټیک ټاک شتون په امریکا کې وساتي.”

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG