لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانو نجونو د سکولونو بندېدو 1000 ورځې، د طالبانو مشر یې د اختر پیغام کې ذکر هم نه دی کړی


د طالبانو په واکمنۍ کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د سکولونو د بندولو نن زر ورځې پوره شوې او پر ټولنیزو رسنیو نن د "1000 تورې ورځې" په نوم کمپېن چلیږي خو نه طالبانو لا بیرته د هغوی د بندو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه پلان وړاندې کړی او نه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې د دې څه ذکر کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکې او ملګرو ملتونو استازو، د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو، د افغانو مېرمنو د حقونو فعالانو او ګڼ شمېر نورو خلکو پر ټولنیزو رسنیو په خپلو پیغامو کې ویلي، چې د طالبانو حکومت نجونې په تیاره کې ساتلې او د هغوی پر اعلی تعلیم بندیز ته یې دوام ورکړی دی.

د تعلیم لپاره په نړیواله کچه مبارزه کوونکې او د نوبل د امن جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ په یوه ځانګړي ویډیو پیغام کې ویلي، "موږ دا اوونۍ یوه توره کلیزه لمانځو"، ځکه چې وایي 1000 ورځې وشوې طالبانو د نجونو د اعلی تعلیم ادارې بندې ساتلې دي.

ملاله یوسفزۍ وایي په میلینونو افغانې ښځې او نجونه د جنسي اپارتایډ یا توپیر په نظام کې ژوند کوي چې وایي دا یو "منظم جبر" دی ځکه چې وایي دوی کار او تعلیم ته نه شي تلای او نه د ولسي ژوند برخه جوړېدای شي:

"موږ له افغان فعالانو سره خپل کمپېن ته دوام ورکوو چې په نړیوال قانون کې د جنسي اپارتایډ د منظورۍ غوښتنه مرتب کړو. موږ د طالبانو دا عمل ردوو چې جینکۍ له خپل راتلونکي محرومه کوي".

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له 1000 ورځو راهیسې د نجونو د اعلی تعلیم د ځنډېدلو، د ښځو پر کار او په نورو برخو کې د فعالیت د ازادۍ پر حقونو د بندیزونو هیڅ ذکر نه دی کړی خو وایي د ټولو خلکو حقونه پر ځای دي:

"هيڅوک پر چا ظلم او تېری نه شي کولای، د ظلم مخه نیول کیږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي. د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت پلی شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي".

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري له تعلیمه د افغانو نجونو د محرومیت د زرمې ورځې په اړه وايي، 1000 ځوان خوبونه له خاورو سره خاورې شول او د افغانستان راتلونکی برباد شو.

مېرمن امیري پر خپل رسمي ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې داسې سخت دریځه پالیسۍ پکې عملي کیږي او له همدې امله یواځې شوی دی".

طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په ورپسې ستمبر میاشت کې د افغانو نجونو تر شپږم ټولګي پورته سکولونه د نامعلوم سبب له کبله تر «امر ثاني» پورې بند کړل او د هغه نن د جون پر 14مه نېټه 1000 ورځې پوره شوې.

د طالبانو د نجونو له ثانوي تعلیم وروسته د 2022م کال په دسمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو تعلیم وځنډاوه او له هغه راهیسې نن 541 ورځې وشوې خو لا هم طالبانو د نجونو اعلی تعلیم ته بیرته اجازه نه ده ورکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنټ په ټینګار سره ویلي افغانو نجونې باید ښوونځيو ته لاړې شي. بېنټ پر خپل ایکس لیکلي د نجونو پر تعلیم بندیز د منلو نه دی او نه د تصور وړ دی:

"لا هم د زرو ورځو له تېرېدو وروسته په میلینونو افغانو نجونو خپلې هیلې او خوبونه نه دي بایلل. موږ باید په نه ستړې کېدونکې توګه له دوی سره په مساوي ډول د درېدو هوډ ولرو".

د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د تعلیم د حقونو دوو ملاتړو ادارو «رواداري» او «مصور بنسټ» په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز په مناسبت او د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره په اسلام کې د تعلیم اهمیت ته په کتنې د "اقراء" په نوم یو آنلاین کمپاین پیل کړی دی.

د «روادري» په نوم ادارې مشرې شهرزاد اکبر ویلي د افغانستان په 34 ولایتونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز د اغېزو په اړه له زده کوونکو سره خبرې کړي چې د جمعې له ورځې به ددغو دوو ادارو پر انټرنیټ پاڼو خپرې شي.

میرمن اکبر پر خپل ایکس له افغانانو غوښتي چې د نجونو د غږ د اوچتولو لپاره دې په دې کمپاین کې برخه واخلي او په کور، جومات او حجره کې دې د نجونو د زدکړو په ملاتړ خپل اواز اوچت کړي.

د طالبانو د حکومت څه کم درې کاله پوره کیږي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې کې یو لوی خنډ د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز دی. نړیوال غواړي چې طالبان ښځو او نجونو ته د تعلیم په ګډون د کار او په نورو څانګو کې د فعالیت او ازادۍ اجازه ورکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG