د امریکا او روس اعلا سفارتي چارواکو د نهې، سه شنبې په ورځ په سعودي عرب کې ملاقات کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګۍ لاروف ترمنځ ملاقات د سعودي عرب په کوربتوب په ریاض کې شوی دی.
د ایسوسي اېټېد پریس خبري ایجنسۍ د رپورټ ترمخه د امریکا او روس د اعلا چارواکو ترمنځ د دې ملاقات هدف د صدر ټرمپ او د هغه د روسیې سیال ولادیمیر پوټین ترمنځ د ملاقات لپاره لاره هوارل، دوه اړخیزو تعلقاتو د بیا رغول او د یوکرین جګړې په اړه مذاکرات کول دي.
په دغه غونده کې د مارکو روبیو سره د صدر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو ویټکوف هم شامل وو.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سره د صدر ولادیمیر پوټین د بهرنیو چارو سلاکار یوري یاشکوف په دې غونډه کې ګډون لرلو.
خو په دې غونډه کې هیڅ یوکریني چارواکي ګډون نه لرلو.
د یوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې هیواد به یې د دې اوونۍ د مذاکراتو کومه نتیجه ونه مني که چیرې کییف ګډون پکې ونه لري. یورپي اتحادیانو هم اندیښنه څرګنده کړې چې دوی له پامه غورځول کیږي.
په دې غونډه کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود او د قامي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان هم ګډون کړی.
له دې غونډې وړاندې، د صدر پوټین د ملي امنیت سلاکار دا څرګنده کړې وه چې د امریکایي چارواکو سره به "بشپړ دوه اړخیزې" خبرې وي چې هیڅ یوکریني چارواکي به پکې برخه نه کوي.
صدر ټرمپ په دې وروستیو کې په یوه بیان کې ویلي وو، چې د روس صدر سره یې جګړه ختمولو لپاره د خبرو پیلولو باندې اتفاق کړی.
د امریکا صدر تېره اوونۍ صدر پوټین سره ټیلیفوني خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې پوټین غواړي جګړه پای ته ورسوي.
روس په 2022م کال په فرورۍ کې پر یوکرین برید وکړو او درې کاله وروسته هم دواړه هېوادونه په جګړه بوخت دي.
دغه جګړه د زرګونو کسانو د وژل کېدو لامل شوې، او د یوکرین اوسېدونکي په غټه کچه کډه کولو مجبور شوي دي.
د یوکرين صدر ولاديمير زېلنسکي به د شورو، چارشنبې په ورځ د یوکرين دپاره د امریکې د استازي کېت کيلوګ کوربه وي.
د امریکې او روس اړيکو او لیدنو په يورپي مشرانو کې اندېښنه راپارولې او ويلي يې دي، د یوکرين د راتلونکې په اړه خبرو کې یوکرين شاملول پکار وو، او يورپي هيوادونو له په کې کردار پکار وو کوم ته چې دوی د خپل امنيت په لړ کې د پرمختګ په نظر ګوري.
د فرانس صدر ايمانويل مېکرون په دغه لړ کې پېرس کې د يورپي مشرانو غونډه بللې ده.
Forum