لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په زندانونو کې نرښځیانو ته د بیلو کوټو ورکولو قانون ومنل شو


د پاکستان سنېټ د رایو په اکثریت داسې یوه قانوني مسوده تصویب کړه چې له مخې به یې د نر ښځیانو د حقونو ژغورنه وشي.

که چېرې دا مسوده چې د سناتور (سنېټر) ډاکټر کریم خواجه لخوا وړاندې شوې په قانون باندې بدله شي، نو نرښځیان به وتوانیږي چې په حکومتي ادارو کې په هغه ډول راجستر او وپیژندل شي څنګه چې یې دوی غواړي.

د سنېټ د کاري کمېټې مشره نسرین جلیل د پاکستان ډان ورځپاڼې ته تېره میاشت ویلي و، چې د وړاندې شوې قانوني مسودې له مخې به دا وړتیا نه وي چې نرښځیان د جنسیت ټاکلو لپاره یو روغتیايي ډلې (بورډ) ته وړاندې کړای شي.

(د نرښځیانو ټولنه ددغې نظریې مخالفه ده چې یو روغتیايي ډله دې د دوی جنسیت وټاکي ځکه په دې باندې ځوریږي او دا ځان ته شرم ګڼي.)

په دغې قانوني مسوده کې نورې مادې په لاندې ډول دي:

  • نرښځیان به کولای شي د موټر چلونې لایسنس او پاسپورټ ترلاسه کړي. دوی به کولای شي که وغواړي په نادرا کې خپل جنسیت بدل کړي.
  • د نرښځیانو ځورونه به د هغوي په کورونو او د باندې نه کیږي.
  • په تعلیمي ادارو، دفترونو، سوداګرۍ او روغتیايي خدماتو کې به له نرښځیانو سره توپیري چلند نه کیږي او د ملکیتونو د اخیستلو او خرڅولو پر وخت به له دوی سره ناوړه چلند نه کیږي.
  • حکومت به نرښځیانو ته یو خوندي کور جوړوي او ورته به تعلیمي، روغتیايي او د ټولنیزې مشورو اسانتیاوې برابروي.
  • په زندانونو کې باید نرښځیانو ته جلا خونې (کوټې) ورکړل شي.
  • د قانون پلي کونکې ادارې باید د نرښځیانو د حقونو په برخه کې حساسې وي.
  • نرښځیانو ته به د سوداګرۍ د پیلولو لپاره قرضې ورکول کیږي.
  • نرښځیانو ته به په میراث کې حق ورکول کیږي.
  • حکومت به د نرښځیانو لپاره کاري فرصتونه برابروي.
  • نرښځیان به کولای شي په ملي، ولایتي او سیمیزو ټاکنو کې خپله رایه وکاروي.
  • نرښځیان به د هر ډول ورزش (لوبو) کولو حق ولري.
  • هر هغه څوک باید شپږ میاشتې بندي او ۵۰۰۰۰ کلدارې جریمه شي څوک چې نرښځیان خیرات غوښتلو ته مجبوره کړي.

دغه قانوني مسوده څو ورځې وروسته له هاغې تصویب شوه کله چې د خیبر پښتونخوا حکومت د لومړي ځل لپاره ۱۵ نرښځیانو ته د موټر چلولو (ډرایورۍ) لاسنسونه ورکړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG