د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د کورنیو چارو وزارت د پاره د شمالي ډکوټا ګورنر ډګ برګم نوم اعلان کړی دی. نوموړي د وایټ هاوس اطلاعاتو او مطبوعاتو څانګو د مشرۍ لپاره هم نومونه اعلان کړي.
د ډانلډ ټرمپ د واک منتقلۍ ډلې په رسمي ډول د جمعې په ورځ د کورنیو چارو لپاره د برګم نوم اعلان کړی، که څه هم ټرمپ لومړی د زیارت/پنجشنبې په ورځ ناوخته د فلورېډا مارالاګو کې د یو غونډې په وخت د هغه نوم اعلان کړی وو.
ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې برګم به د نوې جوړې شوي قامي توانایۍ شورا مشري هم کوي چې په ټوله نړۍ کې به د نوموړي په وېنا د "توانایۍ واکمنۍ" ترلاسه کولو کې د امریکا مرسته وکړي.
ټرمپ په یو بیان کې وېلي، د قامي توانایۍ شورا د مشر په توګه به، برګم د ملي امنیت په شورا کې هم څوکۍ ولري.
برګم په ۲۰۲۳ کې د صدارت څوکۍ لپاره د ریپلېګن پارټۍ دننه انتخاباتو کې د ټرمپ په مقابله کې ولاړ وو خو بیا د مقابلې نه بهر شو او د منتخب صدر ټرمپ لپاره یې خپل ملاتړ اعلان کړو.
د ټرمپ - وینس واک منتقلۍ ټیم د واېټ هاوس د اطلاعاتو مشرۍ لپاره د سټیون چیونګ نوم اعلان کړی. سټیون چیونګ د ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ انتخابي کمپېن کې د اطلاعاتو د چارو مشر وو او د ښاغلي ټرمپ د صدارت په لومړۍ موده کې کې د سټرېټیجک رسپانس ډاېرېکټر وو.
ډانلډ ټرمپ د جمعې په ماښام اعلان وکړو چې د هغه د کېمپېن مطبوعاتي سیکتره، کیرولاین لیوټ به د وایټ هاوس مطبوعاتي سېکتره وي. مېرمن لیوټ د ټرمپ صدارت په تېره موده کې د مطبوعاتو مرستیاله سېکتره وه.
د امریکې د استازو اېوان او سېنټ کې د ریپبلکن ګوند اکثریت دی او د جنورۍ د میاشتې درېمې اونۍ پورې بهریپلېکن ګوند په مکمله توګه د حکومت واک اختیار واخلي.
ډانلډ ټرمپ به د امریکې ۴۷م صدر په حېث د راتلونکي کال جنورۍ په ۲۰مه د خپلې څوکۍ څوګند اخلي خو نوموړي د وړاندې نه د خپلو راتلونکو څلورو کلونو د پاره د ملک په کورنۍ تګلاره کار شروع کړی.
ټرمپ د انتخابي ګټې په شپه په خپله وېنا کې ویلي وو، "مونږه به پخپل ملک کې هر څه سموو، نن شپه چې مونږ کوم تاريخ جوړ کړی، د دې يوه وجه ده، او هغه وجه هم دغه ده چې مونږه هر څه سم کړو".
ټرمپ پخپلو انتخابي جلسو کې د اولس سره ژمنې کړي چې هر کال به په ميلینونو غېرقانوني کډوال د خپل ملک نه وباسي. ټرمپ وېلي لومړۍ ترجيج یې د کډوالۍ نظام يا ايميګرېشن سمول دي او دا چې خپلې پولې به مضبوطوي:
"مونږه به غواړو چې خلک زمونږه ملک ته راشي، خو هغوی دې په قانوني لاره راشي".
څېړونکي وايي په دې کار به په اربونو ډالره مصرف کیږي او لوي لوي تنظيمونه او وفدونه به ورله ټاکل وي چې تر اوسه يې هېڅ تفصيل نه دی ورکړی شوی.
خو د پولو د ساتنې د پاره د ټرمپ ټاکلي مشر ټام هومن د یوې ګنټې په خپرونه کې وېلي چې هغه به په کورونو کې نه بلکې د کار په ځايونو کې غېرقانوني کډوال لټوي
Forum