لاس رسیدونکی لینک

 
د ټرمپ حکومت د لاطیني امریکې د جرمونو اته ډلې غېرملکي ترهګر تنظیمونه وټاکل
تازه خبر

د ټرمپ حکومت د لاطیني امریکې د جرمونو اته ډلې غېرملکي ترهګر تنظیمونه وټاکل


د اعلان ترمخه د وېنزوېلا ټرېن ډي اراګوا، په السېلوېډور کې د اېم اېس ترټین او ځینې نورې ډلې بهرني ترهګر تنظیمونه وټاکل شوو او په دې اړه رسمي اعلان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په فېډرل رېجسټر کې شایع کړی شي
د اعلان ترمخه د وېنزوېلا ټرېن ډي اراګوا، په السېلوېډور کې د اېم اېس ترټین او ځینې نورې ډلې بهرني ترهګر تنظیمونه وټاکل شوو او په دې اړه رسمي اعلان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په فېډرل رېجسټر کې شایع کړی شي

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د لاطیني امریکې د جرمونو اته ډلې په رسمي ډول غېر ملکي ترهګر تنظیمونه وټاکل او دا ډول یې په امریکا کې په فعالو غېرقانوني تنظیمونو په او په حمایت کوونکو يې دباو زیات کړو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جاري شوي نوټس یا د خبرتیا ترمخه د لاطیني امریکې د ډلو خلاف دا ګام د هغه صدارتي حکم یا د اېګزېکېټیو ارډر د نافذ کولو په لړ کې اخیستل شوی چې صدر ټرمپ د جنورۍ په ۲۰ نېټه لاس لیک کړی و.

د اعلان ترمخه د وېنزوېلا ټرېن ډي اراګوا، په السېلوېډور کې د اېم اېس ترټین او ځینې نورې ډلې بهرني ترهګر تنظیمونه وټاکل شوو او په دې اړه رسمي اعلان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په فېډرل رېجسټر کې شایع کړی شي.

د ريپبلېکن پارټۍ صدر لوظ کړی چې د مېکسیکو سره د امریکې په سرحد به امنیت ښه کوي، د ملک نه به په لویه شمېره کې غېرقانوني کډوال وباسي او د نورو ملکونو نه به غوښتنه کوي چې نورو کډوالو ته ځای ورکړي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل یوه ډله غېر ملکي ترهګرتنظیم ټاکل کېدل غېرمعمولي ګام دی ځکه چې دا درجه بندي د القاعده او د داعش په شان ډلو دپاره استعمالېږي چې د سیاسي مقاصدو دپاره د تشدد نه کار اخلي. د لاطیني امریکې دغه ډلې د پېسو دپاره د تشدد نه کار اخلي.

د ټرمپ د حکومت دریځ دی چې دا ډلې د نشۍ توکیو او د انسانانو په سمګلېنګ لاس لري او په خپلو خپلو علاقو د واک اختیار دپاره د تشدد نه کار اخلي نو ځکه یې د غېرملکي ترهګر تنظیمو په څېر درجه بندي يې جواز لري.

د دې ګام مخالفین دا په غېر ضروري توګه پراخه بلي او وايي په نتیجه کې يې د لاطیني ملکونو سره د امریکې تعلقات خرابېدلی شي. کاروبارونه، بېنکونه او خریداران به په ویره کې وي چې امریکا به يې په ضد قانوني ګامونه واخلي که چېرې په بې خبرۍ کې یې دې ډلو سره څه لېن دېن وشو.

ډا ډول ډلې د مېکسیکو په اقتصاد کې زېلې لري او د نورو جرمونو ترڅنګ د اېواکاډو نومې مېوې د بېلینونو ډالرو مالیت په تجارت د واک اختیار ترلاسه کولو دپاره د یو بل سره جنګېږي.

ټرمپ چې د جنورۍ په میاشت کې د لاطیني امریکايي ډلو په اړه د خپلې تلارې اعلان وکړو نو د مېکسیکو صدرې کلوډیا شاینبام وویل امریکې سره د همکارۍ ترڅنګ به د هېواد د خودمختارۍ او د ازادۍ دفاع کوي.

شاینبام وویل غواړي چې د نشۍ توکیو په سمګلېنګ کې د ککړو ډلو خلاف جنګ وکړي، مېکسیکو به په خپله خاوره او امریکا به په خپله خاوره جنګېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG