د امریکې یوه بله الوتکه ګوانتانامو زندان ته د نیول شویو غیرقانوني بهرنیو کډوالو د منتقلۍ لپاره په کیوبا کې د امریکې سمندري اډې ته رسېدلې ده. د چارواکو په وینا په دې درېیمه الوتکه کې هم "خطرناک غیرقانوني بهرنیان" ولېږدول شول.
د امریکې د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم وویل، هغه د شنبې- خالي په ورځ کیوبا ته تللې وه چې هلته په جرمونو کې د ښکېل بهرنیو بندیانو د ساتلو ځای وګوري.
مېرمن نووم پر خپل ایکس سوشل مېډیا باندې په یوه پوسټ کې د معلوماتو په ورکولو سره ویلي، "اوس به زموږ ملک نور د خطرناکو ډلو د غړو لپاره خوندي ځای نه وي."
مېرمن نووم په دې اړه څه ونه ویل چې ګوانتانامو ته تر اوسه پورې د ټولو لېږدول شویو کسانو شمېر څومره دی او دوی په کومو جرمونو تورن دي یا ورباندې په جرمونو کې د لاس لرلو شک دی.
د امریکې د هوم لېنډ سیکیورټي یا کورني امنیت ادارې او د کډوالو او کسټمز د انتظام ادارې هم سمدستي په دې اړه د تفصیلاتو غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.
د امریکې جنوبي کمانډ (ساوتکام) د ګوانتانامو زندان د کډوالو د مرکز څارنه کوي، دې ادارې هم تر اوسه د منتقل شویو کسانو د شمېر په اړه تبصره نه ده کړې، خو وي او اې ته د شنبې- خالي په ورځ وویل شول چې اوس په دې مرکز کې تر درې زرو ډېر کسان پراته دي.
ساوتکام زیاته کړه چې د دفاع وزارت له لارښوونو سره سم په بندیخانه کې د غیرقانوني بهرنیانو د ساتلو او د نورو کسانو د راوستلو لپاره ټوله تیاري شوې ده. وایي دا کسان به په خوندي توګه ګوانتانامو ته لېږدول کېږي او له نړیوالو بشري معیارونو سره سم چلند به ورسره کېږي.
د امریکې د «سیول لیبرټیز یونین» یا د مدني ازادیو د تنظیم په ګډون کډوالو د حقونو ډلو د کورني امنیت ادارې، د بهرنیو چارو وزارت او پېنټاګان ته د جمعې په ورځ لیکلي چې په ګوانتانامو زندان کې د بندیانو په اړه معلوماتو ته او بندیانو ته رسایي ورکړي.
د هوم لېنډ سیکیورټي یا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم د جمعې په ورځ په یو بل پوسټ کې وویل چې ګوانتانامو ته منتقل شوي خلک "په امریکا کې تر ټولو خطرناک غیرقانوني بهرنيان دي".
کریستي نووم د صدر ټرمپ په حواله وویل دا خلک به "دلته د اوږدې مودې لپاره پاته نه شي"، او هم یې پر هغه سخت کار د ټرمپ مننه وکړه چې وایي "امریکا بیا خوندي کړي".
مېرمن هووم د اتوار- یکشنبې په ورځ له سي این این سره د خپلې تازه مرکې لینک پر ایکس پوسټ کړی او ورته لیکلي یې دي، "بهرنيو مجرمو قاتلانو، جنسي تېری کوونکو، د ماشومانو ښکاریانو او بدمعاشانو ته زما پیغام: دې هیواد ته مه راځئ که نه نو موږ به مو ښکار کړو، پیدا به مو کړو او بندیان به مو کړو".
د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم ګوانتانامو ته د "خطرناکو غیرقانوني بهرنیانو" له دویمې الوتکې رسېدو یوه ورځ وروسته زندان ته ورغلې وه، د هغې په وینا، دغه تازه منتقل شوي د "وژونکې او خطرناکې ډلې غړي" دي.
د جمعې په ورځ د ایکس په یو بل پوسټ کې هغې وویل چې دغه بندیان د وینزویلا د یوې ډلې غړي وو. وایي په نيول شويو کسانو کې يو تن د قتل د جرم اعتراف کړى او پاته نور د غلا لپاره د وژنې د ارادې، د وسلو د قاچاق، غلا، خطرناکو نشه یي مودو په وېشلو، برید او جعلکارۍ په تور نيول شوي دي.
د کورني امنیت ادارې د بندیانو د جرمونو یا تورونو په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي.
امریکا دغه "خطرناک غیرقانوني کډوال" د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې له څه مودې ساتلو وروسته خپلو هیوادونو ته لېږي.
پېنټاګان د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ تایید کړې وه چې فرورۍ په څلورمه هم 10 تنه "زیات خطرلرونکي غیرقانوني بهرنیان" دې بندیخانې ته رسول شوي دي.
د کورني امنیت ادارې او سپینې ماڼۍ وروسته ویلي وو چې په پوځي الوتکه کې ګوانتانامو زندان ته لېږل شوي هغه 10 تنه کډوال د "ټرین ډی اراګوا" په نوم د یوې ډلې غړي وو، چې وایي د وینزویلا د سټریټ ګېنګ یا په کوڅو کې د جرمونو تر سره کوونکي دي.
Forum