د اوکراین او امریکې د ولسمشرانو اړیکې په خرابېدو ښکاري ځکه چې لومړی د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي تور پورې کړ چې ټرمپ د روس تر اغېز لاندې "د غلطو معلوماتو په خلا" کې اوسېږي او وروسته صدر ډانلډ ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ صدر زلنسکي ته په جواب کې پر هغه باندې سختې نیوکې وکړې او هغه یې "بې ټاکنو آمر [ډیکټېټر]" وباله.
صدر ټرمپ چې د اوکراین خلاف د روس د درې کلنې جګړې د ختمېدو په تمه دی، پر خپله «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ باندې یې د کیف پر مشر تنقید وکړ، ځکه زلنسکي دا ویره څرګنده کړې چې د امریکې صدر هڅه کوي جګړه د کیف په نسبت د ماسکو په ګټه په مناسبو شرطونو ختمه کړي.
ټرمپ په زلنسکي باندې تور پورې کړ چې وایي په اوکراین کې یې له هغو انتخاباتو انکار کړی، چې ټاکل شوې وه د 2024م په اپرېل کې تر سره شي، خو بیا درې کاله مخکې یعنې د 2022م په فرورۍ کې په اوکراین د روس له برید وروسته وځنډول شول.
ټرمپ د سپکاوي په ډول زلنسکي "یو معمولي بریالی کامیډین" بللی او وایي هغه په یوه داسې جګړه کې "له امریکې سره د 350 ارب ډالرو لګولو خبرې وکړې، چې ګټل یې ناممکن دي".
ټرمپ وایي دا جګړه باید هیڅکله پیل شوې نه وای، خو اوس چې دا جګړه روانه ده صدر زلنسکي به یې له امریکې او "ټرمپ" نه پرته هیڅکله هم د حل کولو توان ونه لري. ټرمپ له اوکراین سره د پوځي مرستې په اړه وایي:
"امریکې تر یورپ 200 ارب ډالر ډېر لګولي دي، خو د یورپ د پیسو ضمانت ورکړل شوی دی او امریکې ته به هیڅ هم بیرته ور نه کړل شي".
د اوکراین د شخړې ختمولو لپاره د صدر ټرمپ د تګلارې بدلون د یورپي هېوادونو سفارتي هڅې ګړندۍ کړې دي او په دې لړ کې د فرانس ولسمشر امانویل مکرون د چارشنبې- شورو په ورځ بیا د اوکراین د ملاتړ او جګړې د ختمولو په اړه د یورپي مشرانو غونډه جوړه کړې وه.
خو صدر ټرمپ پر خپل مخکیني صدر او یورپ تور پورې کړی چې د دې جګړې په ختمولو کې ناکامه شوي وو، هغه پر ټروت سوشل باندې لیکلي:
"موږ په کامیابۍ سره له روس سره د جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې کوو، دا هغه څه دي چې ټول یې مني چې یواځې "ټرمپ" او د ټرمپ اداره یې کولای شي. بایډن هیڅکله هڅه نه ده کړې، یورپ د سولې په راوستلو کې ناکامه شوی او زلنسکي شاید غواړي "ګرېوي ټرېن [د پیسو تر لاسه کولو لاره]" روان وساتي".
د امریکې صدر تېر کال په یو سیاسي بحث کې له دې خبرې انکار کړی وو چې ګواکې هغه غواړي اوکراین دا جګړه وګټي، خو اوس تازه یې ویلي، "یواځینی شی چې [زلنسکي] پکې تکړه وو هغه د وایلن غوندې د [د امریکې مخکینی صدر جو] ږغول وو چې نورې پوځي مرستې ځنې تر لاسه کړي. ټرمپ وویل:
"زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زلنسکي ډېر بوږنوونکی کار کړی دی، ملک یې تباه شوی دی او په میلیونونه خلک غیر ضروري پکې مړه شوي دي او دا کار لا هم روان دی."
د اوکراین صدر روانه اوونۍ له دې کبله غصه څرګنده کړې وه چې په سعودي عرب کې د سې شنبې- نهې په ورځ د امریکې او روس تر منځ له اعلی سفارتي خبرو اترو یې اوکراین ایستلی وو.
د امریکې او روس دواړو هیوادونو استازو تر څلورو ساعتونو زیاتې خبرې کړې وې او وروسته یې وویل چې دوی په دې باندې متفق شوي دي چې ژر به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه بیا سره وویني.
تر دې مخکې ټرمپ د سې شنبې- نهې په ورځ د زلنسکي پر هغه شکایت طنز وکړ چې ویلي یې وو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ په ریاض کې خبرو اترو ته نه بلل کیږي.
که څه هم روس لومړی پر اوکراین یرغل کړی وو خو صدر ټرمپ د اوکراین په مشرانو د دې جګړې د پیلولو تور پورې کړ او د سعودي په خبرو کې د نه شاملېدو په اړه د صدر زلنسکي شکایت ته په جواب کې یې وویل:
"نن ما واورېدل چې 'موږ ته بلنه نه وه راکړل شوې' ښه، تاسو خو له درو کلونو راهیسې هملته یئ".
د روس صدر ولادیمیر پوټین د چارشنبې- شورو په ورځ وویلو هغه له امریکې سره د ریاض د خبرو اترو په نتایجو خوشاله دی خو ویې ویل د هغه ملک د جګړې تر حل مخکې له واشنګټن سره د باور پیدا کېدو ته اړتیا لري.
Forum