لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او هېریس هم د خپل انتخابي کمپېن له تودېدو سره د یو بل سپکاوی پیل کړی


د امریکا د 2024م کال د صدارتي ټاکنو لپاره روان کمپېن ناڅاپه تاوجن شوی ځکه چې د ریپبلکن ګوند نوماند مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د ډیموکرېټ ګوند ممکنه سیالې مرستیالې ولسمشرې کاملا هېریس په تېزۍ سره یو بل ته له سپکاوي د ډکو الفاظو کارول پیل کړي دي.

د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ 81 کلن صدر جوبایډن د ډیموکرېټ ګوند د دې فشار له کبله له صدارتي زغله د وتلو اعلان وکړ، چې ګواکې هغه زوړ، ذهني غیرفعاله او د ووټرانو شمېر یې په کمېدو دی او کله چې هغه د صدارتي نوماندې په توګه د کاملا هېریس ملاتړ کړی ټرمپ سمدستي پر هغې نیوکې پیل کړې دي.

ټرمپ د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپله سوشل مېډیا «ټروت» باندې په یو پوسټ کې لیکلي، "لاین کاملا هېریس چې له هر څه سره ولګیږي هغه تباه کوي". هغه پر مېرمن هېرس تور پورې کړی چې د بایډن د حالت پټولو هڅه یې کړې ده.

ټرمپ وایي، "ډیموکرېټانو د کړوپ جوبایډن په اړه دروغ ویلي او ولس یې ګمراه کړی دی او اوس موږ خبر شو چې هغه د چا د پېژندلو او له بدني پلوه پوره ختم دی":

"دوی ریپبلکن ګوند هم ګمراه کړی وو، چې له کبله یې زموږ زیات وخت او پیسې ضایع شوې"، پر هغو سیاسي اشتهارونو چې پکې امیدوار بایډن په نخښه شوی، خو نور هغه د ټرمپ انتخابي سیال نه دی.

په کېلیفورنیا کې پخوانۍ څارنوالې او د بایډن مرستیالې کاملا هېرس هم د سه شنبې- نهې په ورځ یوې انتخابي غونډې ته وویل، دې ته د ټرمپ خوښې معلومې دي.

مېرمن هېریس د می د میاشتې په وروستیو کې هغو عدالتي فیصلو ته اشاره وکړه چې پکې ټرمپ په 34 جرمونو کې مجرم وپېژندل شو.

پر هغه تور وو چې د 2016م تر صدارتي ټاکنو مخکې یې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته پر دې خبره د غلې پاته کېدو لپاره پیسې ورکړې وې چې ګواکې له ده سره یې یوه شپه تېره کړې ده. ټرمپ دا تور رد کړی دی.

کاملا هېریس وویل د یوې څارنوالې یا پراسیکیوټرې په توګه هغه له هر ډول داسې کسانو سره مخ شوې چې د بېلابېلو جرمونو تور پورې لګېدلی وي، خو د ټرمپ په اړه یې سخت توري وکارول او ویې ویل:

"ښکاریان چې له ښځو سره یې ناوړه چلند کړی، دوکه کوونکي چې صارفین یې تېرایستلي دي، جعلکاران چې د خپلو ګټو لپاره یې قوانین مات کړي، نو ماته غوږ شئ چې زه وایم، ماته د ډانلډ ټرمپ ډول [قبیل] معلوم دی".

جوبایډن چې دا مهال یواځې د خپلې پاته شپږمیاشتنې مودې لپاره د صدر پر څوکۍ ناست دی، د خپل صدارتي کمپېن له ختمولو سره سم یې د کاملا هېریس بشپړ ملاتړ وکړ چې باید د صدارت لپاره ونومول شي.

بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ د مېرمن هېریس د کمپېن چلوونکو ته وویل، "د ټکټ په سر کې یواځې نوم بدل شوی دی، خو مِشن یا تګلاره نه ده بدله شوې او هسې، زه هیچېرې نه ځم، زه له هغې سره، له کاملا سره د هغې کمپېن ته ځم".

بایډن وویل د چارشنبې- شورو په ماښام به له سپینې ماڼۍ ملت ته په دې اړه وینا کوي چې څنګه یې له صدارتي سیالۍ د وتلو پرېکړه او په پاته شپږمیاشتنۍ موده کې د حکومت کولو څه پلان لري.

د امریکا په جمهوري او انتخابي تاریخ کې تر بایډن مخکې یواځې یو بل صدر لینډن جانسن لومړی ولسمشر وو چې په 1968م کال کې د صدارتي کمپېن له زغله وتلی وو.

کاملای هاریس د سه شنبې- نهې په ورځ د ملواکي ایالت ویسکانسن ښار ته لاړه د ډیموکرېټ ګوند د ممکنه صدارتي نوماندې په توګه یې د خپل کمپېن لومړۍ غونډه وکړه.

ډانلډ ټرمپ چې تېره اوونۍ د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د ولسمشرۍ نوماند وټاکل شو د چارشنبې- شورو په ورځ د شمالي کېرولاینا په شارلټ ښار کې خپل کمپېن بیا پیلوي. ټرمپ څلور کاله مخکې د بایډن خلاف د دې ایالت انتخابات ګټلي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG