د امریکا نوي منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د نهې/ سه شنبې په ورځ د وال سټریټ فایننسر هاورډ لوټنېک په خپل نوي حکومت کې د سوداګرۍ وزیر او د تجارت وزارت د مشرۍ دپاره يې لېنډا مېک مېن نامزد کړه.
د ټرمپ په مخکني حکومت کې مېک مېن د سمال بزنېس اېډمېنسټرېشن یا د وړو کاروبارونو د ادارې مشره وه.
لوټنېک په وروستیو میاشتو کې د ټرمپ یو ښکاره ملاتړی پاتي شوي دی، دغه ۶۳ کلن مالداره، ارب پتي د ټرمپ د انتقالي ټیم شریک مشر هم دی، څوک چې د ټرمپ نوي حکومت د پاره خلک ټاکي.
د کانټور فیټزجیرالډ نړیوال مالي خدماتو شرکت سي اي او او چیرمېن لوټنېک د خزانې د وزات د پاره هم مهم امیدوار وو، کوم باندې چې نامزدګي نه ده شوي خو د ټرمپ همکاران وایي چې د سرمایه دار سکاټ بېنسټ په حق کې ښاغلی دستبرداره شوي دی.
که د سېنټ لخوا تایید شي نو لوټنېک د صدر د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو په عملي کولو کې اهم کردار ادا کولی شي.
ټرمپ په وارداتي/درامدي شیانو باندې د پراخې کچې محصولاتو لګولو وړاندیز کړې چې مقصد یې د امریکا خپل پیدوار ته وده ورکول دي، خو دې هڅې سره د لنډ وخت د پاره په امریکا کې د قیمتونو د زیاتیدو او د نړیوال اقتصاد د ګډوډي خطر موجود دی.
د نړۍ د مالداره هیواد امریکا د سوداګرۍ وزارت د وفاقي سوداګریزو پالیسیو یوه لړۍ څاري، چې پکې د سیمی کنډکټرونو، سایبر امنیت پشمول په امریکا کې د نوي کاروبارونو مرسته کول شامل دي.
لوټنېک په تیرو وختونو کې دواړو ګوندونو ډیموکریټس او ریپبلکنز سره مرستې کړي دي. او یو ځل د ټرمپ په NBC ټي وي چېنل باندې خپرونه "د اپرینټیس" کې هم میلمه شوي، کله چې ټرمپ له په لومړي ځل د امریکا صدر نه وو جوړ شوي.
د ښاغلي لوټنېک یو ورور ګیري هم د امریکا په اقتصادي ښآر نیویارک کې د القاعده په یولسم ستمبر برید کې وژل شوي دي، دوي به پخپله هم د برید په وخت دغلته په نارت ټاور کې موجود وو، خو لوټنېک خپل زوي کایل سکول ته بولی وو د هغه په سکول کې لومړنۍ ورځ وه.
په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز په دوو ودانیو باندې د القاعدې ترهګریز برید کې د لوټنېک، کانټور فیټزجیرالډ نړیوال مالي خدماتو شرکت په 960 کې 658 کارمندان وژل شوي وو، او نور 46 قراردادیان او میلمانه چې د دوي دفترونو ته ورغلي وو د ودانیو د ړنګیدو پرمهال ووژل شوي وو.
هم دغه حالاتو کې بیرته لوټنېک جنوبي ټاور ته نږدی وو چې د ودانۍ د راولیدو سره هغه د موټر لاندې ژوندې پاتي شوي وو او بیا هغه وروسته د کانټور فټزجیرالډ ریلیف فنډ جوړ کړو چې مقصد یي د بریدونو او طبیعي پیښو د قربانیانو کورنیو سره مرسته کول دي.
د نهې/سه شنبې په ورځ ټرمپ د اوږدې مودې د پاره پاتي ټي وي هوسټ یا د خپرونې کوربه ډاکټر محمد اوز هم د میډیکیر او میډیکېډ خدماتو مرکزونو د ایډمېنسټر په توګه وټاکه ، هغه اداره چې د زړو امریکایانو او بې وزلو خلکو لپاره د حکومت دوه اهمه روغتیایي بیمې پروګرامونو نظارت کوي. ټرمپ په 2022 کې په پنسلوانیا کې د سېنټ د پاره هم د هغه ملاتړ کړې و، خو ډاکټر اوز ناکامه شوي و.
د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د ویسکانسن پخوانی استازی شان ډفي، چې اوس د فاکس نیوز کوربه دی، د ټرانسپورټ وزیر په توګه نوموي.
ډونلډ ټرمپ په ۲۰مه جنورۍ د امریکا ۴۷ صدر شي، ښآغلي د خپل کابېنی او حکومت د پاره ډیر نومونه اعلان کړي دي.
Forum