د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په یو امر کې خارجه وزیر مارکو روبیو ته هدایات جاري کړي چې د هغه خارجه تګلاره په "وفاداره او موثره" ډول نافذ کېدو دپاره دې د خارجه وزارت په عمله کې اصلاحات وکړي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري شوي اېګزېکېټیو ارډر یا صدارتي امر کې وېل شوي د صدر اېجنډا عملي کولو کې د ناکامۍ په بنیاد د چارواکو خلاف د ضابطې اقدامات اخیستل کېدی شي او په نتیجه کې يې برطرفي هم کېدلی شي.
په امر کې ویل شوي چې خارجه وزیر به په وطن د مینو د غېرمعمولي کارمندانو داسې عمله ساتي چې د صدر تګلاره به په موثره توګه نافذ کوي.
د صدارتي امر ترمخه روبیو به د اړونده قوانینو سره سم په خارجه وزارت او د خارجه تعلقاتو په دفتر کې اصلاحات کوي او دا خبره به یقیني کوي چې د ټرمپ د خارجه تګلارې اېنجنډا په وفاداره او موثره توګه عملي شي.
صدارتي امر وايي خارجه وزیر به د کارکونکو د جلب کېدو سرپرستي کوي او د کار او د معیار جاج به يې اخلي چې دا یقیني کړي چې د صدر خارجه تګلاره په وفادارۍ عملي کوي.
صدارتي امر دا هم وايي چې خارجه وزیر د فارن سروس انسټېټیوټ یا د سفاراتکارانو د تربیت د ادارې پروګرامونه او د فارن افیرز مېنول یا د خارجه چارو په هدایت نامه کې تبدیلي هم کولی شي.
د خارجه تګلارې په لړ کې د اصلاحاتو دپاره د ټرمپ د امر نه مخکې د امریکې د بهرني امداد په اداره یواېس ای ايي ډي کې هم په پراخه کچه بدلونونه شوي دي. ټرمپ یقیني کول غواړي چې د هغه په امېرېکا فرسټ یا امریکا اول اېجنډا عمل وشي.
د جنورۍ په ۲۰ نېټه د سوګند پورته کولو نه څو ګنټې وروسته ټرمپ د امریکې بهرني امداد منجمد کړو. د یواېس ای ايي ډي عملې ته په کور د کښېناستلو امر وشو، په واشنګټن کې د ادارې مرکزي دفتر وتړل شو او روبیو يې نګران منتظم وټاکل شو.
Forum