لاس رسیدونکی لینک

 
د نورو ملکونو سره د تجارت په لړ کې صدر ټرمپ د تېکس په بدل کې د ټېکس تګلاره خپله کړې
تازه خبر

د نورو ملکونو سره د تجارت په لړ کې صدر ټرمپ د تېکس په بدل کې د ټېکس تګلاره خپله کړې


د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ د تجارت په برخه کې په چټکتیا ګامونه پورته کړي دي
د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ د تجارت په برخه کې په چټکتیا ګامونه پورته کړي دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ چې نورو ملکونو سره په تجارت کې د ټېکس په بدل کې د ټېکس پالېسي یا تګلارې اختیار کړې او په دې لړ کې یې صدارتي حکمنامه لاس لیک کړې، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې خبریالانو ته وویل په امریکا کې د مصنوعاتو په جوړونکو به ټېکس نه لګوي.

ټرمپ وویل د دې ګام مقصد ټولو سره منصفانه سلوک دی او د دې دلاندې یو ملک هم شکایت نه شي کولی.

د ټرمپ د حکومت هدف د امریکې د بجټ خساره کمول دي چې په موجوده وخت کې مالیت دوه ټرېلین ډالر دی.

ټرمپ هورډ لوټنېک او جېمي ګریر ته ذمه واري سپارلي چې د امریکې په تجارتي همکارانو د نویو ټېکسونو اندازه ولګوي. ټرمپ لوټنېک د تجارت وزارت دپاره او ګریر د تجارت د استازي په توګه نامزد کړي دي.

ټرمپ د ټېکس په بدل کې د ټېکس په اړه حکمنامه وایټ هاوس ته د هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د ورتګ نه څو ګنټې مخکې دستخط کړه.

هندوستان هم د هغو ملکونو څخه یو دی چې د ټرمپ د تګلارې نه متاثره کېدلی شي. هندوستان د امریکې په برامداتو یو شمېر ټېکسونه لري او د واشنګټن د دباو سره مخامخ دی چې هند دې د امریکې په اکوړو (غوزانو) ۱۰۰ فیصد، د امریکې په مڼو ۷۰ فیصد او د شېدو په امریکايي مصنوعاتو ۶۰ فیصد ټېکس کم کړي. د دې نه علاوه په ځینو نورو امریکايي مصنوعات هم هندوستان ټېکسونه لري او په ۲۰۱۸ کې هندوستان د امریکې په هارلي ډېوېډسن موټرسایکلو تېکسونه د ۱۰۰ فیصد نه ۵۰ فیصد ته کم کړل.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ امریکې او هندوستان د توانای په مد کې یوه معاهده دستخط کړه چې ترمخه به يې امریکا هندوستان ته په لویه کچه تېل او ګېس ورکوي.

ټرمپ سره د ملاقات وروسته مودي وویل دواړو لوظ کړی چې د ۲۰۳۰ پورې به د دوه اړخیز تجارت مالیت ۵۰۰ بېلین ډالر ته رسووي.

په هندوستان د ټېکس په بدل کې د ټېکس په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې ټرمپ وویل هندوستان چې څومره ټېکس په امریکايي درامداتو لګوي، امریکا هم په دغه کچه ټېکس په هندي مصنوعاتو لګوي.

د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت د دویمې دورې سوګند پورته کولو وروسته ټرمپ د تجارت په برخه کې په چټکتیا ګامونه پورته کړي دي. هغه د کېنېډې او د مېکسیکو په درامداتو د ۲۵ فیصد ټېکسونو اعلان وکړو خو بیا يې د دې نفاذ وځنډولو او په دې اړه د دواړو ملکونو سره مذاکرات دوام لري.

ټرمپ د چین په هر ډول درامداتو د ۱۰ فیصد ټېکس اعلان کړی دی. د دې په جواب کې چین د امریکې په خامو تېلو، مایع قدرتي ګېس، زرعۍ مشینري او په ځینو نورو امریکايي مصنوعاتو د ۱۰ نه تر ۱۵ فیصد پورې ټېکسونه لګولي دي.

ټرمپ د کېنېډې او مېکسیکو په اړه تجارتي اقدامات د هغه دباو برخه بلي چې غواړي دواړه ملکونه دې امریکې ته د غېرقانوني کډوالو د راتګ او د نشۍ توکې فېنټېنل د سمګلېنګ مخه نیولو دپاره نور ګامونه واخلي.

ټرمپ دا اعلان هم کړی چې د مارچ د میاشت څخه به امریکې ته د سټیلو او الومینم یا د سېلورو په هر ډول درامداتو ۲۵ فیصد ټېکس ولګول شي. څېړونکي وايي د دې په نتیجه کې به په شمالي امریکا کې د موټرو په قیمتونو کې اضافه وشي.

څېړونکي وايي په درامداتو د ټرمپ په تېکسونو کې د اضافې په نتیجه کې به سږ کال د امریکې اقتصادي ترقي په منفي ډول متاثره شي.

ټرمپ وايي چین او ځینې نور ملکونه امریکې سره د تجارت نه ناجایره ګټه پورته کوي او په درامداتو د هغه د ټېکسونو هدف دا دی چې په ملک کې دننه صنعتونه ترقي وکړي او د امریکایانو دپاره د روزګارونو موقعې پېدا شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG