لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټیلرسن د شمالي کوریا سره په خبرو خپل وخت خرابوي: صدر ټرمپ


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته ویلي د شمالي کوریا سره دې په خبرو اترو خپل وخت نه ضاېع کوي.

د اتوار په ورځ صدر ټرمپ په ټویټر یو پیغام کې ویلي ٫٫ خپل وخت مه خرابوه. ٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي مونږ به هغه څه کوو چې د څه ضرورت دی.

صدر ټرمپ دا خبره د شمالي کوریا مشر کم جان اونگ ته په اشاره کړې ده. وړاندې د دې نه صدر ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته ٫٫لټل راکټ مین٬٬ لقب هم ورکړی وو.

د خالي په ورځ د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د بیجنګ د سفر په مهال په چیني چارواکو غږ کړی وو چې په شمالي کوریا دې خپل اثر نه کار واخلي چې خپل ایټمي پروګرام وتړي. خو داسې نه ښکاري د شمالي کوریا حکومت د امریکا صر خبرې اترې غواړي.

تیره میاشت امریکا او شمالي کوریا د یو بل پر ضد د نیوکو ډک بیانونه ورکړي وو.

امریکا غواړي شمالي کوریا د اېټمي وسلو جوړولو خپل پروگرام ودروي. شمالي کوریا څو وارې د اېټمي میزايل کامیابې ازموینې یا تجربې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG