د امریکې صدر ډآنلډ ټرمپ ویلي غواړي چې په اېټمي وسلو قابو موندلو دپاره د چین او د روس سره بیا مذاکرات شروع کړي، په دي امید چې درې واړه ملکونه به بالاخېر متفق شي چې خپل درانه دفاعي بجټونه نیم په نیمه کم کړي.
ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې په خپل دفتر کې خبریالانو سره په خبرو اترو کې د افسوس اظهار وکړو چې د هېواد د اېټمي دفاع په تعمیر نو په سلګونو بېلین ډآلر سرمایه کاري کېږي او ويې وېل امید کوي چې د امریکې حریفانو سره به مفاهمت ته ورسېږي چې په دفاعي اخراجاتو کې کمی وکړي.
ټرمپ وویل امریکا د پخوا راهسې ډېرې اېټمي وسلې لري او څه سبب نه ویني چې نوي اېټمې وسلې دې جوړې کړی شي. هغه زیاته کړه چې په موجوده اېټمي وسلو دنیا پنځوس او سل ځله بیا بیا تباه کېدلی شي خو امریکا، روس او چین وي اېټمي وسلې جوړوي.
امریکايي صدر وویل په اېټمي وسلو چې کومې پېسې لګول کېږي دا په نورو ګټه ورو کارونو استعمالیدلی شي.
امریکا او روس د کلونو راهسې په لویه شمېره کې اېټمي وسلې لري خو ټرمپ پېش بېني وکړه چې چین د دواړو ملکونو سره ځان برابرولی شي او په پینځو یا شپږو کلونو د اېټمي تباهي صلاحیت ترلاسه کولی شي.
ټرمپ وویل که چېرې د اېټمي وسلو د استعمال ضرورت راغلو نو ممکنه ده چې هر څه داسې ختم کړي چې نوم او نخښان به ختم شي.
ټرمپ وویل د منځني ختیځ او د یوکرېن مسلې د حل کولو وروسته به د روس او د چین سره د اېټمي وسلو په اړه د خبرو شروع کولو ته به کتنه کوي.
ټرمپ وویل د چین صدر شي جېن پېنګ او د روس صدر ولادیمیر پوټن سره په ملاقات کې به دا خبره وړمبی کول غواړي چې "راخئ پوځي بجټ په نیمايي کې پرې کړوو. او مونږ داسې کولی شوو. او ځما په خیال مونږ به دا وکړی شوو."
د ټرمپ د صدارت په وړمبۍ دوره کې امریکې او روس د اېټمي وسلو د مخنیوي په اړه د دواړو ملکونو ترمنځ د نیوسټآرټ نومې معاهده د غځولو په اړه خبرې اترې کړې وې خو امریکې چین سره په دې موضوع خبرې نه وې کړې.
روس د ټرمپ د پېش رو د صدر جوبایډن په حکومت کې په نیوسټآرټ معاهده کې شمولیت و ځنډولو او دواړو ملکونو د نویو وسلو د جوړولو، د موجوده وسلو د فعالیت مېعاد د زیاتولو او د سوړ جنګ د زمانې اېټمي وسلې د بدلولو درانه پروګرامونه دوامداره وساتل.
Forum