د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ په میونخ کې د خپلې لومړۍ مخامخ ناستې پر مهال د شام، غزې، د اوکراین او روس جګړې، او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د رایټرز خبري اژانس د رپورټ له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې وویل چې په دې لیدنه کې ښاغلي فیدان د روبیو سره د منځني ختیځ د سیمهییزو هېوادونو له لوري د داعش پر ضد د احتمالي اقداماتو په اړه د ترکیې دریځ څرګند کړ.
فیدان همداراز ټینګار وکړ چې د غزې اوربند باید دایمي بڼه غوره کړي، چې په نتیجه کې یې هلته د بشري ناورین مخنیوی وشي.
سرچینې زیاته کړه چې دواړو وزیرانو د اوکراین او روس ترمنځ د سولې کولو پر احتمالي پرمختګونو هم په تفصیل سره خبرې وکړې، او د دې مسلې د حل لپاره یې د احتمالي لارو چارو ارزونه وکړه.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددې لیدنې په اړه په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي "نن ما په میونخ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان سره ولیدل. موږ د هغو ګڼو ګډو ګټو او اهدافو په اړه خبرې وکړې چې زموږ هیوادونه یې لري".
نوموړی وایي د خپل ترکي سیال سره په لیدنه کې یې په دې خبره غور کړی "چې څنګه کولی شو د امریکا-ترکیې اړیکې لا پیاوړې کړو، څو امنیتي ګواښونو ته ځواب ووایو. په ځانګړې توګه، د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف، په سوریه کې روان وضعیت، د سویلي قفقاز شخړې، او د روس او اوکراین ترمنځ جګړې ته مو پام و".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې روبیو "د داسې یوې ثبات لرونکې او متحدې سوریې د ملاتړ اړتیا یاده کړه، چې نه د امریکا، نه د ترکیې، او نه د سیمې لپاره ګواښ وي.
اعلامیه زیاتوي، ښاغلي روبیو د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف کې د ترکیې مشري یاده کړه اؤ وي ویل "زموږ ګډې هلې ځلې دادي چې د سویلي قفقاز لپاره یوه منصفانه او دوامداره سوله تضمین کړو، او زموږ ګډ هدف دی چې د روسیې جګړه پر اوکراین پای ته ورسوو."
ترکیه، چې له شام او عراق سره اوږده پوله لري، د داعش پر ضد جګړه کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي.
انقرې د نظامي عملیاتو، استخباراتي اقداماتو، نړیوالو همکاریو او کډوالو ته د سرپناه ورکولو له لارې د ترهګرۍ ضد هڅو کې برخه اخستې ده.
ترکیې د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په شمالي سوریه کې "فرات شیلډ"، "اولیف برانچ" او "پیس سپرینګ" په نوم پوځي عملیات ترسره کړي، چې هدف یې د داعش له منځه وړل او د ترکیې پولې خوندي کول وو.
انقرې د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف ملاتړ کړی، د امریکا په مشرۍ عملیاتو ته یې د اینجرلیک هوايي اډې کارولو اجازه ورکړې، او له لوېدیځو استخباراتي ادارو سره یې د بهرنیو جنګیالیو د مخنیوي لپاره همکاري کړې دي.
د ترکیې امنیتي ځواکونو زرګونه داعشي غړي نیولي، د دې ډلې مالي سرچینې یې محدودې کړې، او د "داعش خفیه شبکې" پر ضد یې عملیات کړي دي.
مطبوعاتي رپورټونه ښیي چې ترکیې د سوریې د جګړې له کبله نزدې څلور میلیونه کډوال منلي، چې ډېری یې د داعش له ویرې تېښته کړې وه.
ترکیه د شام د شخړې د هواري لپاره د استانه پروسې برخه ده او د ملګرو ملتونو له هڅو ملاتړ کوي.
که څه هم ځینې کړۍ تور لګوي چې انقره د داعش ځینې عناصر د کردي YPG پر ضد کارولي، خو ترکیه دا ادعاوې ردوي او ځان د داعش ضد جګړې مهم غړی ګڼي.
ترکیه ادعا لري چې د داعش پر ضد یې نه یوازې په نظامي برخه کې، بلکې د بشري مرستو، د کډوالو ساتنې، او د ترهګرۍ ضد نړیوالو همکارۍ له لارې هم مهم رول لوبولی دی.
Forum