د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده عرب اماراتو د دورې په مهال د یوای ايي صدر شېخ محمد بن زاید النهيان سره ولیدل او النهيان روبیو ته وویل هېواد يې د غزه نه د فلسطینیانو د وېستل کېدو مخالفت کوي. دا خبره د یو ای ايي سرکاري مطبوعاتو رپورټ کړه.
د یو ای ايي د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، النهیان د دې خبرې په ضرورت ټينګار وکړو چې د غزه شخړه د زیاتېدو مخه دې ونیول شي.
د رپورټ ترمخه النهیان وویل د غزه بیا ودانول دې د دوو ریاستونو د قایمولو په بنیاد د جامع او د مستقل امن سره وتړل شي. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې دا د ثبات یوازنۍ لاره ده.
عرب ملکونو د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ دا تجویز رد کړی چې فلسطینیان دې د غزه نه بل ځای ته منتقل کړی شي، سیمه دې امریکا په خپل ملکیت کې واخلي او ترقیاتي کارونه دې په غزه کې وکړي.
متحده عرب اماراتو ته د روبیو دوره د منځني ختیځ د هغه د سفر برخه وه چې هغه په کې اسرایل او سعودي عرب ته هم ورغلی و.
روبيو په داسې حال کې د یو ای ايي سفر وکړو چې د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله سر ته رسېدونکي ده.
د حماس یو چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو حماس به شپږ نور اسرایلي یرغمالان ازادوي.
خلیل الحیه وویل شپږ یرغمالان به د خالي، شنبې، په ورځ ورځ او د څلورو یرغمالانو جسدونه به د زیارت، پنجشبې، په ورځ اسرایل ته ورکوي.
داسې ښکاري چې حماس دا اعلان پس له دې وکړو چې اسرایل غزه ته د تعمیراتي شیانو او د تیارو کورونو د لېږدول کېدو اجازت ورکړو.
د اسرایل او د حماس ترمنځ د ډزبندۍ په وړمبۍ مرحله کې حماس ۲۴ اسرایلي یرغمالان او د اسرایل د قېدا نه د ۱۰۰۰ نه زیات فلسطینیان ازاد کړي دي.
ویل کېږي چې د ۷۰ نه زیات ژوندي یرغمالان د حماس په ولکه کې دي.
فریقېنو د ډزبندۍ په دویمه مرحله لا مذاکرات نه دي شروع کړي. په دویم پړاو کې حماس وايي باقي پاتې یرغمالان به د جنګ په مکمله توګه د خاتمې او د غزه نه د اسرایلي ځواکونو د مکملې انخلا وروسته ازادوي.
بلخوا اسرایل هم د امریکې په ملاتړ د دې غوښتنې نه دی په شا شوی چې په غزه کې به وسله وال ختموي او د غزه په انتظام چلولو کې به حماس څه کردار نه لري.
د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اسرایل د ډز بندۍ د دویمې مرحلې په تفصیلاتو خبرو اترو ته تیار دی. د معاهدې ترمخه، پکار ده چې دغه مذاکرات دوه هفتې مخکې شروع شوی وی.
یو اسرایلي چارواکي وویل په چټکتیا د یرغمالانو د ازادۍ په غرض وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو غزه ته د تعمیراتي الاتو او د تیارو کورونو د لېږدول کېدو اجازت ورکړی دی.
حماس غزه ته د تیارو کورونو په انتقال کې د ځنډ په سر دړکه کړې وه چې د یرغمالانو ازادول په ودروي. حماس په اسرایل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزام هم لګولی و.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس د حملې په نتیجه کې په غزه کې جنګ شروع شوی و. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum