لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روان مالي کال لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان عایدات یو بیلین ډالرو ته رسېدلي: م م


ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه پخپل وروستي درې میاشتني رپورټ کې ويلي چې د روان مالي کال په لومړو څلورو مياشتو کې د دې هېواد عوايد يا محصولات شاوخوا يو بيلين ډالرو ته رسېدلې او له ټاکلي هدف څخه درې سلنه سېوا دي۔

په رپورټ کې ويل شوي چې د تېر کال په پرتله ګمرکي عوايدو کې دوه فيصده کموالی مخې ته راغلی۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي په عوايدو کې په لویه کچه او مستقل ډول زیاتوالی د هېواد په اقتصاد ښې اغېزې کولی شي.

دوی وايي د عوایدو سېوا کولو دپاره د معدنياتو په لړ کې شوي قراردادونه عملي کول او په خصوصي سېکټر کې پانګونه کول مهم دي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د 2024م کال د مارچ څخه د پېل شوي مالي کال په لومړو څلورو مياشتو کې په کلني ډول رياستي عوايد يا محصولات شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله 11 فيصده سېوا دي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي که چرې د معدنياتو په لړ کې د ترسره شويو قرارداونو په نتيجه کې پروژې پېل شي نو د محصولاتو کچه نوره هم لوړېدلی شي۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهه محمد اصف ننګ ډیوه سره خبرو کې وایي"مالياتي عوايدو کې مونږ صنفي عوايد لرو، ګمرکي عوايد لرو او د معدنیاتو د سرچينو څخه عوايد لرو"

هغه وایي "د معدنو د منبعې عوايد اوس کم دي ځکه چې د استخراج او معدن کارۍ مرحله کې چې تر اوسه څه د پاسه 250 قراردادونه د اسلامي امارت له خوا شوي دي په دې ټولو کې کار نه دی شوی تر اوسه"

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې دا اضافه په بنیادي توګه د ګمرګاتو د محکمې په ګټه کې 30 فيصده زياتوالی دی۔

د رپورټ ترمخه د کويلې په صادراتو د ټېکس او په ځينو شيانو د کسټم ډيوټۍ کمولو سره د ګمرک محکمه په کلني ډول د 2 فيصده کمښت سره مخ شوې ده۔

محمد اصف ننګ وایي"ګمرکي عوايد چې په يو مرحله کې کم شوي دي د صادراتو په وجه نو د صادراتو ماليات په افغانستان کې ډېر کم دي په هغې ډېر حساب نه کېږي، افغانستان ډېر واردات کوي يعنې شاوخوا 80 فيصده وارداتي خارجي تجارت لري په دې حساب باندې مونږ عوايد محاسبه کوو او هغه هم کم شوي دي يعنې واردارت هم او دا ښه خبره ده په داخل کې د توليد کچه هم ښه شوې ده"

د ښاغلي ګوټېرېش د رپورټ ترمخه په روان 2024 کال کې په افغانستان کې 23،7 ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري چې څه د باندې 12،4 ميليونه يې د خوندي خوراک د نيشتوالي ښکار شوي دي او 6،6 ميليونه خلک د هېواد په داخل کې بې ځايه شوي دي۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه کولو او اقتصاد ته ودې ورکولو دپاره اړينه ده چې په خصوصې سېکټر کې پانګونه وشي ۔

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهه ښاغلی امین ستانکزی وایي، په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره نوې پانګونې ته زمینه برابرول ضروري ده.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل که نړیواله ټولنه د افغانانو سره مرستې اؤ د دولت سره همکاري وکړي اؤ هم په افغانستان کې د شخصي سېکټر سره همکاري وشي نو د افغانستان اقتصاد ورسره پیاوړی کیدای شي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې افغانستان کې لا هم بشري مرستو ته اړتيا سېوا ده او د اګست تر 30 مې نېټې پورې خلکو ته د مرستو رسولو دپاره د غوښتل شوې 2،9 ميليارده ډالره بوديجې يوازې 24،9 فيصده برخه ترلاسه شوې ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG