لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې افغانستان کې 292 کسان ماینونو زیانمن کړي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې د روان کال 2024م د لومړۍ مياشتې نه تر جون مياشتې په افغانستان کې 292 افغانانو ته د ماينونو او ناچاودو توکو له امله زيان رسېدلی چې 88 فيصده پکې ماشومان دي۔

کارپوهان وايي د افغانستان په خاوره کې د تېرو نزدې پنځوو لسيزو راهيسې بارودي مواد لا هم موجود دي، دوی وايي په دې لړ کې خلکو ته د پوهې ورکولو ترڅنګ د ماين پاکۍ دپاره د هغو هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کول ضروري دي چې په تېرو جنګونو کې ښکيل پاتې شوي دي۔

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په رپورټ کې ويلي چې د افغانستان په 262 ولسواليو کې 2۔1 ميليون ميټرمربع ځمکه چې تعليمي ادارې او د اوبو سرچينو ته نزدې سیمې هم په کې شاملې دي په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده۔

ادارې ويلي چې د روان کال 2024م جنورۍ نه تر جون پورې 292 ملکي وګړو ته زيان رسېدلی چې 88 فيصده يې ماشومان جوړېږي۔

د سياسي چارو افغان څېړونکی انجنیر نازک میر زیارمل ډيوه سره خبرو کې وایي، "خصوصاً هغه ماشومان چې دوی څاروي صحرا ته بوځي، يا د کورونو دپاره د بېوزلۍ له وجې خشاک او نور د سوځولو مواد راټولوي، په دې وروستيو کې د پاکستان او ايران نه هم افغان کډوال راروان دي هغوي بيا د ماينونو سره او دغه ناچاودو موادو سره يو ډول اشنايي هم نه لري نو ځکه دغه ماشومان د دې ډېر زر ښکار کېږي".

د اوچا د رپورټ ترمخه د 2022م کال د جنورۍ د میاشتې او د 2024م کال تر فرورۍ میاشتې په افغانستان کې څه باندې 1400 افغان وګړو ته تلفات رسيدلي چې 86 فيصده يې ماشومان وو۔

د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي چې د روسيانو، مجاهدينو او بيا وروسته د غربي نړۍ او طالبانو ترمنځه د جنګونو په مهال دغه ماينونه د افغانستان په هغو سيمو کې ښخ کړل شوي دي چرته چې جګړې زياتې وې۔

د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ ډیوه سره خبرو کې وایي،تقريباً 40 ميليونه ماينونه هغه وخت چې روسيان په جګړا کې بوخت وو په دې سيمه کې فرش شول مګر دغه 40 ميليونه لا زيات شوي دي او کم شوي نه دي.

هغه وایي "کم شوي په دې نه دي چې نقشه مونږه نه لرو، هغه سيمه چې چا پکې ماينونه ښخ کړي دي نقشې مالومې نه دي حتی چې هغه انسان وژل شوي دي نو د دغو ماينونو تلفات واقعاً ډېر زيات دردونکې دي او نړيوال بايد په دې توجو وکړي چې دغه سيمه د ماينونو څکه پاکه شي".

ملګري ملتونه وايي چې د 1989م کال راهیسې 45،000 افغانان چې هره میاشت کې یې شمیر 110 تنو ته رسیږي د ځمکنیو ماینونو او د جګړو څخه د پاتې ناچادو توکو د چاودونو ښکار شوي دي۔

څېړونکي وايي بايد د افغانستان موجوده واکمن د ماينونو او ناچاوده بارودي موادو په اړه خلکو ته پوهه ورکړي او د ماين پاکۍ دپاره د نړيوالو څخه د مرستو ترلاسه کولو کوشش وکړي۔

د سياسي او نظامي چارو افغان څېړونکی عزیز الدین معارج ډیوه ته وایي،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ماين پاکۍ چارو د همغږۍ ريس د اپريل په مياشت کې رسنيو ته ويلي وو چې د 29 ولايتونو په 119 ولسواليو کې 31 پروژې او 296 ټيمونه د ماین پاکۍ په چارو بوخت دي.

هغه زياته کړې وه د تېر کال په ترڅ کې 90 کلوميټره مربعه ساحه د ماينونو او بارودي موادو څخه پاکه شوې او خلکو ته په دې لړ کې پوهه هم ورکړل شوې ده۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG