لاس رسیدونکی لینک

 
روبیو وايي امریکا د یوکرېن د جنګ منصفانه او مستقل حل غواړي
تازه خبر

روبیو وايي امریکا د یوکرېن د جنګ منصفانه او مستقل حل غواړي


د روس خارجه وزارت دا تصویر په اېکس شایع کړی چې ښيي روبیو او لاوو د نورو چارواکو ترڅنګ ولاړ دي
د روس خارجه وزارت دا تصویر په اېکس شایع کړی چې ښيي روبیو او لاوو د نورو چارواکو ترڅنګ ولاړ دي

په سعودي عرب کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د روسي هم منصب سره د ملاقات وروسته د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو وویل د یوکرېن د جنګ منصفانه او مستقل حل د واشنګټن هدف دی.

د روس خارجه وزیر سرګی لاوو روف سره د ملاقات وروسته روبیو په یو یوکرېن کې د شخړې په اړه خبریالانو ته وویل هدف دا دی چې د جنګ منصفانه، دوامداره او داسې حل راوویستل شي چې ټولو ښکېلو فریقېنو ته د قبولولو وړ وي.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمانې ټېمي بروس په یو بیان کې وویل روبیو او لاوو روف په دې خبره متفق شول چې دواړه خوا به د اعلا سطحې ډلې وګماري چې په یوکرېن کې جنګ زر تر زره د ختمولو په لړ کې کار شروع کړي.

روبيو وویل یوکرېن کې جنګ د ختمولو په مذاکراتو کې په یورپي ملکونه شاملولی شي او روس سره د همکارۍ غېر معمولي موقع موجود ده.

بروس د روبیو او د لاوو روف ملاقات د امن په لوري اهم ګام وبللو او ویې ویل روبیو او لاوو روف د اقتصاد او د سرمایه کارۍ په مد کې د همکارۍ چوکاټ جوړ کړلو. ترجمانې وویل په یوکرېن کې جنګ د خاتمې په نتیجه کې د همکارۍ موقعې پېدا کېدلی شي.

روبيو وویل په دې خبره قانع دی چې روس په یوکرېن کې جنګ د ختمولو په لړ کې په سنجیده ډول ښکېلتیا ته تیار دی.
لاو روف وویل امریکا يې خبره کړه چې روس په یوکرېن کې د نېټو ځواکونو د موجودګۍ مخالفت کوي.

یوکرېن صدر ولادومېرزېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د ترکي په دوره و او په سعودي عرب کې د امریکې او د روسي خارجه وزیرانو په خبرو اترو يې تنقید وکړو. هغه وویل امریکايي او روسي چارواکي د یوکرېن په اړه د یوکرېن نه بغېر مذاکرات کوي.
د روبيو او د لاوو روف ملاقات د سعودي عرب سرښار ریاض په الدرعیه محل کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په کوربتوب وشو.
سعودي مطبوعاتو وویل دغه ملاقات د محمد بن سلمان په هدایاتو وشو.

سعودي عرب د قېدیانو د تبادلې د مذاکراتو کوربتوب او په ۲۰۲۳ کې د عرب ملکونو د سرمشرانو په غونډه کې د یوکرېن د صدر ولادومېر زېلېنسکي کوربتوب کړی دی. زېلېنسکي ویلي دا هفته به د سعودي عرب دوره کوي.

په یوکرېن کې د امن په غرض په سعودي عرب کې د خبرو اترو ترڅنګ، اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې وویل، په یوکرېن کې جنګ دوامداره و او د یوکرېن پوځ وویل تېره شپه روس په یوکرېن د ۱۷۶ ډرونز حمله وکړه چې زیاتره تیاه او یا جام کړی شوو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG