لاس رسیدونکی لینک

 
د ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې 14,000 کډوال نیول شوي، د سرحدي چارو مشر دا رفتار ورو ګڼي
تازه خبر

د ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې 14,000 کډوال نیول شوي، د سرحدي چارو مشر دا رفتار ورو ګڼي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ټاکلی د سرحدي چارو مشر وایي، د هغو بې اسناده کډوالو له شمېر څخه "راضي نه دی" چې د کډوالۍ د ادارې ایجنټانو په تېره څه کم یوه میاشت کې نیولي او خپلو هیوادونو ته یې شړلي دي.

ټام هومن د یکشنبې- اتوار په ورځ د سي این این «سټېټ آف دي یونین» خپرونې ته په مرکه کې وویل، د جنوري په 20مه د صدر ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې 14,000 کډوال نیول شوي، خو ویې ویل، "موږ باید ډېر څه وکړو".

اکثره نیول شوي کسان بیرته خپلو اصلي هېوادونو ته لېږل شوي یا د کیوبا په ګوانتانامو بې کې د امریکې د سمندري اډې زندان ته لیږل شوي دي، خو ځینې یې د عدالتي پرېکړې په تمه په امریکا کې د ژوند کولو لپاره خوشي شوي دي.

امریکایي چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا 11 میلینه بې اسناده کډوال په امریکا کې ژوند کوي، ټرمپ د 2024م کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د خپل کمپېن په مهال په بېلابېلو غونډو کې ژمنه کړې وه چې په دوی کې به په "میلیونونو" کسان ومومي او له هیواده به یې وباسي.

چارواکي وايي لومړني نیول شوي کډوال په امریکا کې په جرمونو تورن شوي مهاجرین دي، خو وایي هر هغه څوک چې په دې هیواد کې د کډوالۍ له مناسبو اسنادو پرته ژوند کوي هغوی هم په نخښه کېدای او نیول کېدای شي.

ټام هومن وویل د ټرمپ په واکمنۍ کې د شړل شویو کډوالو شمېر تر هغه "ډیر لوړ" دی چې د مخکیني صدر جو بایډن انتظامیې په له هېواده ایستلي وو، خو زیاته یې کړه، "موږ باید هدف او عمل زیات کړو. دا سخت کار دی".

د ښاغلي‌ هومن په وینا د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د د کډوالۍ او کسټمز ادارې په مرسته د غیرقانوني کډوالو نیول 250 فیصده زیات شوي دي او له پولې امریکې ته د کډوالو د را تېرېدل څه باندې 90 فیصده کم شوي دي:

"د کډوالۍ او کسټمز اداره ښه کار کوي. د امریکې په داخلي سیمو کې د خلکو نیول د بایډن په مشرۍ حکومت کې تر 2.5 ځله لوړ شوي دي. اوس موږ دا عمل نور ګړندی کوو،- ډېر ټیمونه مو ډېر کسان په هدف کوي".

د ټرمپ ادارې د امریکې د کډوالۍ او کسټمز په اداره کې د هغو کسانو د زیاتولو لپاره له څو امریکایي ادارو د قانون عملي کوونکي امنیتي ادارو کسان ګومارلي دي، کوم چې د معمول په حالاتو کې د کډوالۍ مسئلې کنټرولوي.

د ټرمپ د انتظامیې په لومړیو ورځو کې هره ورځ په سلګونو کډوال نیول کېدل او لا هم نیول کېږي خو شمېر یې د لومړیو ورځو په نسبت یو څه کم شوی دی.

د امریکې د کورني امنیت وزارت د جنوري په وروستیو کې په ورځ کې شاوخوا 800 کسان نیولي، چې د جنوري په 26 مه یې شمېر 1,179 وو. دا شمېر د فرورۍ په لومړیو دوو اونیو کې په ورځ کې تر 600 هم کم وو.

د ټرمپ انتظامیې په پیل کې یو هدف ټاکل وو چې په ورځ کې به له 1,200 څخه تر 1,500 پورې غیرقانوني مېشت کډوال نیسي.

په روانه میاشت کې له امریکې درې الوتکې ګوانتانامو زندان ته د نیول شویو غیرقانوني بهرنیو کډوالو د منتقلۍ لپاره په کیوبا کې د امریکې سمندري اډې ته لاړې. د چارواکو په وینا په دغو الوتکو کې "خطرناک غیرقانوني بهرنیان" لېږدول شوي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د د جنورۍ په دېرشمه یو نوی صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې په بنیاد به یې په ګوانتانامو بې کې له امریکې د شړل شویو کډوالو د اوسېدو لپاره یو لوی کېمپ جوړ شو.

د دې حکم له مخې د دفاع وزارت او د هوم لېنډ یا کورني امنیت وزارت ته لارښوونه شوې وه چې په ګوانتانامو بې کې د 30,000 کډوالو لپاره یو مرکز په بیړني ډول چمتو کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG