د امريکې د صدر ډانلډ ټرمپ "بارډر زار، په پولو د کډوالو د چارو مشر" د اتوار، يکشنې په ورځ ويلي، هغه د اېمګرېشن د ايجنټانو لخوا د غېر قانونه کډوالو د نیولو په شمېره د "ناخوښۍ" څرګندونه کړې ده.
بارډر زار ټام هومن د اتوار، يکشنبې په ورځ د [سي اېن اېن] پروګرام "سټېټ اف دې يونين" کې ویلي، د ټرمپ د 20مې جنورۍ د لوړې کولو وروسته تراوسه پورې 14,000 کډوال نیول شوي دي. هغه ويلي، "په دغه لړ کې بيا هم د ډېر کار کولو ضرورت دی".
د امریکې په حکومت کې "زار" داسې لوړ پوړي چارواکي ته ويلی شي، چې صدر یې د ځانګړې څانګې يا برخې يا پاليسۍ مشر وټاکي.
داسې چارواکو ته پراخه واک اختیار ترلاسه وي، خو په کابينه کې د شاملو وزيرانو په څېر صدر د هغو د ټاکنې دپاره د سېنېټ څخه د توثيق کولو ضرورت نه لري.
په امریکا کې د یوې اندازې ترمخه، د 11 ميلينه پورې غېر قانونه کډوال مېشت دي. صدر ټرمپ په خپل انتخابي کمپېن کې ويلي وو چې غېر قانونه کډوال به لټوي او خپلو ملکونو ته به یې بيرته ليږي.
چارواکي وايي، په دې کمپېن کې تر ټولو لومړی هغه کډوال نيول کيږي، څوک چې په امریکا کې په جرمونو کې ککړ دي. خو ويل شوي دا عمليات به تر هغو کسانو پورې وغځولی شي څوک چې بې د اسنادو په امریکا کې اوسي.
د ټام هومن ترمخه، تراوسه پورې چې څومره کسان بيرته شړل شوي، دا شمېره د پخواني صدر جوبايډن په وخت کې د ملک څخه ايستل شوو کسانو د شمېرې نه زياته ده.
خو ويلي يې دي، "د نورو زیاتو اهدافو ټاکلو ضرورت او د کار محنت غواړي".
د ټرمپ انتظامیې د کډوالو چارو کتونکو "يو اېس اېمګرېشن او کسټمز انفورسمنټ ايجنسۍ" د مرستو دپاره د څو نورو امریکايي ادارو نه هم اهلکار ټاکلي دي.
د ټرمپ د صدارت په لومړو ورځو کې د لسګونو په شمېره کې کسان نيول شوي وو، د نیولو لړۍ اوس هم روانه ده، خو په شمېره کې یې کمی راغلی دی.
د کورنیو چارو د امنيت ادارې يا هوم لېنډ سيکيورټي ترمخه، د جنورۍ د میاشتې په وروستيو کې د ورځې د 800 پورې کسان نيول کېده، په 26مه جنورۍ 1179 کسان نيول شوي وو، خو د فرورۍ په لومړو دوه اوونيو کې دا شمېره د ورځې په سر 600 کسانو ته راغلې ده.
ټرمپ انتظامیې د ورځې په سر د 1200 نه تر 1500 پورې کسانو نيولو هدف ټاکلی دی.
Forum