لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټېکنالوجۍ د دنیا لویه مېله د کروناوایرس له امله سږ کال انلاین کېږي


لکه د نورو کلونو په ډول د سږ کال مېله په لاس ویګس ښار کې نه ده بلکې د کرونا وایرس له کبله دا غونډه انلاین کیږي
لکه د نورو کلونو په ډول د سږ کال مېله په لاس ویګس ښار کې نه ده بلکې د کرونا وایرس له کبله دا غونډه انلاین کیږي

د ټیکنالوجي د دنیا یوه لویه میله کنزیومر الیکټرانک شو ۲۰۲۱ د جنوري په ۱۱ نیټه شروع شوه.

لکه د نورو کلونو په ډول د سږ کال مېله په لاس ویګس ښار کې نه ده بلکې د کرونا وایرس له کبله دا غونډه انلاین کیږي.

دا هم لاول ځل دی چې د دی میلې په تاریخ کې دغه پروګرام انلاین کیږي. د ۲۰۲۱ کنزیومر الیکټرانک شو چې د سي اي ایس په لنډ نوم هم یادیږي، دې ځل له به پکې د ټولې نړۍ نه د ۱۹۰۰نه زیاتې بیلا بیلې کمپنیانې خپل مصنوعات راوړي. دغه مصنوعات به اندازه ورکئ چې سږ کال خلک د عام استعمال د شیانو نه واخله په صنعتونو کې د استعمالیدونکي غټ غټ مشینانو کې څه بدلون لیدی شي. په دی موقع به د ۱۰۰ نه زیات انلاین کانفرنسونو کې د ټیکنالوجۍ ماهرین د ښه راتلونکې په لړ خپل نظرهم وړاندي کوي.

ددی میلی انتظام هر کال د شمالي امریکه د کنزیومر ټیکنالوجي ایسوسي ایشن یا د سي ټی اې کوي. د سي ټي اې مشر ګیري شپیرو وايي،

،، سږ کال د کرونا وبا مونږ مجبوره کړو چې خپل زوړ روایت مات کړو او د ټیکنالوجئ د میدان خپله ټولنه په یوه نوي طریقه راغونډه کړو،،.

هغه زیاته کړه میله به په لیدو کې بدله ضرور ښکاري خو ددی میلی اساس یعني نوي څیزونه، یوه بل سره رابطه جوړول او همکاري کول هم هغه شان په ځای دي. د سي اي ایس د انلاین میلی د رسمي پرانستې په موقع شپیرو وویل،

،، ۲۰۲۰ کال مونږ ته اوښودل چې پدی وبا کې ټیکنالوجي د یو ثبات راوستونکي او خلک د یو بل سره د تړلي ساتلو د طاقت کردار ادا کړی. د کرونا وبا په ټیکنالوجي کې د نوي پرمختګ لارې پرانستي. اؤ ډیجیټل سلوشنز د هر یو څیز شکل بدل کړو،،

هغه وویل، ،،اې ار اؤ وي ار د مذغو د طاقت سره د ذهني دباؤ اؤ فشار کمولو کې مرسته کوي، روبوټس اؤ ډرونز خوراکونه ، سامانونه اؤ طبي شیان د یو ځاي نه بل ته رسوي، اؤ ویډیو کانفرنسونه د دفترونو نه کورونو ته منتقل شول اؤ بیا ډیجیټل صحت هم مونږ سره په صحت منده اوسیدو کې مرسته وکړه،،.

شپیرو زیاته کړه ټیکنالوجي په راتلونکي ۲ لسیزو کې د انساني مسلو په لړ کې د هغې نه زیات پرمختګ کولې شي چې څومره انسانانو په تیرو ۲ سوو کلونو کې کړی.

د ۲۰۲۱ انلاین سي اي ایس کې به ارټیفیشل انټیلیجنس یا مصنوعي ذهانت، ډیجیټل صحت، ۵جي کنکټیویټي، پخپله چلیدونکي ګاړي، سمارټ کورونه اؤ ښارونه اؤ ددی نه علاوه هم ډیر د لیدو او پوهیدو څیزونه يی.

ګیري شپیرو ترمخه د ټیکنالوجي په میدان کې به دغه پرمختګ تر ډیرو کلونو روان يي. خو مونږ په ۲۰۲۰ کې په ډیجیټل طریقه د خلکو د یو ځايي کولو د اهمیت نه خبر شو اؤ وس مونږ د نړۍ نور خلک هم د ځان سره ملګري کولو شو. هغه وايي، ،،ټیکنالوجي زمونږ اله ده چې مونږ يی د خپل ښه راتلونکې دپاره پکارولی شو،،. او دا چې موجوده وخت کې نړئ ته د ګام پورتا کولو، نوی بدلون راوستلو اؤ د یو ځای کیدلو ضرورت دی،،.

د سي ټی اې د اندازو ترمخه ۲۰۲۱ کال کې به د ټیکنالوجي صنعت ریونیو۴۶۱ بلینه ډالرو ته وارسي. اؤ پداسي وخت کې چې په ملینونو امریکایان د کورونو نه وسه پوري کار کوي نو سټریمنګ سروسز، ۵جي کنکټیویټی اؤ ډیجیټل صحت به په ۲۰۲۱ کې هم د ټیکنالوجي د صنعت مهمه څانګي يي.

د سي اي ایس ۵۴ غونډه به تر ۱۴ جنوري پوري انلاین جاري وي.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG