وایټ هاوس اعلان کړی چې امریکا او کولمبیا د کډوالو په اړه مفاهمت ته رسېدلي دي، امریکا به د هېواد څخه د کولمبیا غېرقانوني شهریان خپل ملک ته ستنوي او امریکا به په کولمیا ټېکسونه نه زیاتوي.
وایټ هاوس د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل دواړه ملکونه متفق شوي دي چې کولمبیا به په پوځي جهازونو کې د لېږل شویو کډوالو په شمول خپلو شهریانو ته بغېرد څه خنډ نه د سنېدو اجازت ورکوي.
د دې نه مخکې د کولمبیا صدر ګوسټاو پېټرو د امریکې په دوو پوځي جهازونو کې لېږل شویو کډوالو نه انکار کړی و او ویلي يې وو چې یوازې هغه کډوال به بېرته اخلي چې د عزب سلوک ورسره شوی وي او په غېر پوځي جهازونو کې ډيپورټ شوي وي.
وایټ هاوس وویل ترڅو چې کولمبیا د معاهدې احترام نه کوي امریکا به پې ټېکسونه او بندېزونه په ځای ساتي.
وایټ هاوس وویل تر څو چې د کډوالو وړمبی جهاز کولمبیا ته نه وي رسېدلی د کولمبیا د ځینو چارواکو خلاف به د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت د ویزو پابندۍ او د کولمبیا په ضد د کسټمز سخته کتنه به برقرار وي.
د کولمبیا خارجه وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په یو بیان کې وویل امریکې سره په جمود قابو موندل شوی دی او خارجه وزیر لوېس موریلو او امریکې ته د کولمبیا سفیر ډېنیل ګارشا پینا به واشنګټن ته سفر کوي چې د معاهدې په اړه په اعلا کچه مذاکرات وکړي.
کولمبیا وویل د خپلو خلکو هرکلی به کوي، د شهریانو په څېر حېثیت او حقونه به ورکوي.
په لاطیني امریکا کې کولمبیا د امریکې څلورم لوی تجارتي همکار ملک دی.
د دواړو ملکونو ترمنځ شخړه په امریکا کې د سلګونو په شمېره کې د غېر قانوني کډوالو د نیول کېدو وروسته شروع شوه. صدر ډانلډ ټرمپ په خپل صدارتي کېمپېن کې لوظ کړی و چې غېر قانوني غېرملکیان به د ملک نه وباسي.
د امریکې نایب صدر جی ډي وېنس د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سي بي اېس نیوز فېس دي نېشن پروګرام کې وویل د د امیګرېشن قوانین به عملي کوي.
د وایټ هاوس او د امیګرېشن محکمې د شمېرو ترمخه تېره هفته د ۱۰۰۰ نه زیات کډوال ونیول شوو او خپلو ملکونو ته ستانه کړی شوو.
د غېرقانوني مهاجرت د مخنیوي دپاره د امریکې امیګرېشن اېڼد کسټمز اېنفورسمنټ، ایس، وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ يې په ټول ملک کې ۹۵۶ کسان ونیول.
ټرمپ مېکسیکو سره د امریکې سرحد ته ۱۵۰۰ عسکر لېږلي او ویلي يې دې چې دا شمېره به زیاتې.
وېل کېږي چې په امریکا کې ۱۱ مېلین غېر قانوني کډوال موجود دي او چارواکي وايي په دومره لویه شمېره کې خلک ډيپورټ یا بې دخله کول به نا ممکنه وي.
د ټرمپ حکومت په مېکسیکو کې د موبایل اېپ دلارې د هغه کسانو خواستونه ودرولي دي چې په امریکا کې د پناه اخیستلو خواهشمند دي او د ټرمپ ځینې احکامات په عدالتونو کې د مقدمو سره هم مخامخ شوي دي. یو جج د ټرمپ دا حکم په عارضي ډول ځنډولی دی چې د هغه ماشومانو د شهریت اییني حق به نه مني چې مور او پلار يې په امریکا کې په غېرقانوني توګه اوسېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز نه هم اخیستل شوي دي
Forum